د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آسیا تنکیو ځوانانو د فوټسال سیالیو فاینل ته لاره مونده


افغان لوبغاړي خپله بریا لمانځي
افغان لوبغاړي خپله بریا لمانځي

د افغانستان د فوټسال د تنکنیو ځوانانو ملي لوبډلې د آسیا د فوټسال د اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن پنجشنبې د ( جون په۲۰ مه ) د اندونیزیا لوبډلې ته په نیمه پای لوبو کې څلور د درې په مقابل کې ماته ورکړه.

افغان لوبغاړو وکړای شول په لومړۍ نیمايي کې د سیالې لوبډلې په وړاندې څلور ګولونه ووهي او په قدرت سره په دې ټورنمنټ کې خپل مزل ته دوام ورکړي.

دا لوبې د ایران په تبریز ښار کې پیل شوي او افغانستان له دې بریا وروسته پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوېده ددغو سیالیو د سیمي فاینل بله لوبه د کوربه هیواد ایران او جاپان ترمنځ نن ورځې په پای کې وشي.

د آسياد د شل کلنو ځوانانو د فوټسال د اتلولۍ په سياليو کې افغانستان هانګ کانګ ته ۶-۱ ماتې ورکړې وه.

دا سيالۍ د ۱۲ هیوادونو ترمنځ د ایران په تبریز ښار کې پيل شوي چې افغانستان ورته تیر کال لار موندلې وه.

افغانستان په ای ګروپ کې له ایران، او هانګ کانګ سره مل وو . په بي ګروپ کې ټایلند، لبنان او قرغزستان، په سي ګروپ کې جاپان، ویتنام او تاجکستان او په ډي ګروپ کې عراق،اندونیزیا او چین تاپي هیوادونه سره ولوبیدل.

ټاکل شوېده ددغو سیالیو پای لوبه د افغانستان او د نن ورځې د بلې لوبې د ګټونکې لوبډلې ایران او یا هم جاپان ترمنځ وشي.

XS
SM
MD
LG