د لاس رسي وړ اتصالات

پانګوال ولې له افغانستان څخه خپلې سرمایې وباسي؟


د سوداګرۍ خونې وايي چې ډېر شمېر سوداګرو له افغانستان څخه ترکیې ته پانګې انتقال کړي دي
د سوداګرۍ خونې وايي چې ډېر شمېر سوداګرو له افغانستان څخه ترکیې ته پانګې انتقال کړي دي

یوشمېر پانګوال وايي د "سیاسي او امنیتي بې ثباتیو" له کبله افغانستان نه سرمایې وباسي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې وایي چې د طالبانو سره د سولې روان مذاکرات، جمهوري ریاست انتخابات او "نامعلوم سیاسي وضعیت" له دغه هېواد څخه د سرمایو د وتلو او ویستلو لامل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي چې له تېرکال راهېسې پانګوالو په ۱۲۰۰ بېلابېلو پېښو کې له افغانستان څخه خپلې پانګې ترکیې ته انتقال کړي دي.

ښاغلي الکوزي ونه ویل چې دغو پانګوالو له افغانستان څخه ټولټال څومره سرمایه ویستلې ده.

ځینې سوداګر او پانګوال هم وایي چې د روانو سیاسي او امنیتي "بې ثباتیو" له کبله دوی په افغانستان کې د پانګو پرېښودو او نورې سرمایه ګزارۍ ته زړه نه ښه کوي.

یو افغان سوداګر فرید کاظمي وايي "سوله او انتخابات خپل منفي تاثیرات لري، ځکه چې خلک هم د امنیت احساس نکوي او سوداګر هم د امنیت احساس نکوي. لارې ناامنه کیږي او همدا علت دی چې سوداګر له افغانستان څخه خپلې پانګې وباسي."

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک اعلان کړی چې تېرکال د افغانستان اقتصادي وده کمه وه.

په کابل کې دنړیوال بانک مشر هینري کرالي وویل چې افغانستان دا مهال د وچکالۍ له ستونزو سره پر مبارزې سربېره، د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې له سیاسي او امنیتي ازموینو سره هم مخامخ دی.

ټاکل شوې چې د روان ۲۰۱۹ کال د سپمتبر په میاشت کې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وشي او په همدې حال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هم خبرې روانې دي او داسې هیلې شته چې شاید کومې نتیجې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG