د لاس رسي وړ اتصالات

تېر کال کې افغانستان کې یو مټریک ټنه وریښم تولید شوي


د کرنې وزارت وايي چې دغه لرغونی صنعت افغانستان کې یو وار بیا د ودې په حال کې دی
د کرنې وزارت وايي چې دغه لرغونی صنعت افغانستان کې یو وار بیا د ودې په حال کې دی

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې تېر کال کې افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه وریښم تولید شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دغه لرغونی صنعت افغانستان کې یو وار بیا د ودې په حال کې دی.

د کرنې وزات ویاند اکبر رستمي نن سه شنبه اپرېل ۶ (وری۱۷) امریکا غږ ته وویل: "زموږ معلومات ښيي چې په تېر ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې افغانستان کې د وریښمو تولید یو زر او ۹۹ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی."

د وریښمینو چینجي
د وریښمینو چینجي

رستمي زیاته کړه چې جوزجان، ننګرهار، هرات او بلخ په پرله پسې توګه افغانستان کې د وریښمو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.

د ورښیمو تار د یو ډول چینجي نه ترلاسه کیږي چې د کپړې او غالیو په اوبدلو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

دغه تار د نورو صنعتي تارونو په پرتله خورا لوړ کیفیت لري او د تاریخيه پلوه یو له ډېرو لرغونو صنعتونو له ډلې دی.

ویل کیږي د وریښمو صنعت د ختیځ او لوېدیځ د سوادګرۍ او فرهنګي نښلولو سبب هم شوی چې د افغانستان اوسنۍ جغرافیې پکې نښلوونکی رول لوبولی.

د رپوټونو پر بنسټ تاریخ پوهان وايي چې د وریښمو لاره له هند او چین نه د افغانستان له لارې له خلیج او اروپا سره نښلولې وه. په دغې لارې تر ټولو لویه سوداګري د وریښمو لېږدول و.

د کابل-ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې یوه سیمه د وریښمو تنګۍ په نامه نومول شوې ده.

په وروستیو دوه لسیزو کې د افغانستان او چین حکومتونو د دغې لرغونې لارې یو ځل بیا ژوندۍ کولو لپاره ځینې ډیپلوماټیک اقدامونه هم کړي خو تر اوسه یې په عملي توګه نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG