د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان، لومړی افغان چې ټسټ لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځوي


راشد خان له ایرلنډ سره لوبې کې پنځه کسان وسوځول
راشد خان له ایرلنډ سره لوبې کې پنځه کسان وسوځول

ایرلنډ د ټسټ په روانې لوبې کې افغانستان ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ د ټست پر درېیمه ورځ افغان توپ اچوونکي لاس بري وو او ایرلنډیان یې پرېنښودل چې افغانستان ته کوم لوی هدف وټاکي.

ایرلنډ په خپلې اولې پاڼۍ کې ۱۷۲ منډې وکړې چې افغانستان یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې وکړې. په دویمې پاڼۍ کې د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۸۸ منډو وسوځېدل او په دې حساب افغانستان ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکه.

راشد خان لومړی افغان شو چې په ټسټ لوبو کې یې په اول ځل پنځه ویکټې واخیستلې.

د کرکټ د ټست او یوې ورځنیو لوبو په یوې سیالۍ کې د توپ اچوونکو لپاره د پنځو کسانو سوځول او د منډه جوړوونکو لپاره ۱۰۰ منډې ځانګړی ارزښت او امتیاز لري.

رحمت شاه لومړی افغان شو چې په ټست کې ۵۰ منډې او یا تر هغې زیاتې کوي. خو له هغه سره بخت یاري ونکړه چې ۱۰۰ منډې وکړې، هغه په ۹۸ منډو وسوځېده.

حشمت الله شهیدي او کپټان اصغر افغان په نوبت سره دویم او درېیم افغان لوبغاړي دي چې په ټست لوبو کې ۵۰ او یا تر ۵۰ زیاتې منډې کوي.

دا لومړی ځل چې افغانستان په ټسټ لوبو کې د یو بل هېواد کوربه کیږي. دا لوبه د هند په دهرادون کې ده او افغانستان هلته خپله میدان لري. د یکشنبې ورځ (مارچ۱۷) یې درېیمه ورځ وه، دوې نورې ورځې يې لاپاتې دي.خو داسې ښکاري چې دا سیالي په څلورمه ورځ ختمه شي.

افغانستان په دویمې پاڼۍ کې ۲۹ منډې وکړې، شهزاد دوې منډې وکړې او وسوځېده. افغانستان یوازې ۱۱۸ منډو ته ضرورت لري چې لوبه وګټي.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوه ورځ ایرلنډ او افغانستان ته د ټسټ لوبو امتیاز ورکړ. ایرلنډ خپله لومړۍ لوبه پر پاکستان او افغانستان پر هند بایللې ده او اوس دواړه هڅه کوي چې د ټسټ لوبو په تاریخ کې خپل لومړی بری ثبت کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG