د لاس رسي وړ اتصالات

حضرت الله ځاځی: که ملي ټیم ته ولاړم، وړتیاوې به مې وښیم


حضرت الله ځاځی وايي چې لوی ارمان یې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبېدل دي
حضرت الله ځاځی وايي چې لوی ارمان یې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبېدل دي

حضرت الله ځاځی د پکتیا د ځاځي اریوب اوسېدونکی دی خو ژوند په کابل کې کوي.

حضرت الله ځاځی د افغانستان د ملي، ۱۹ کلنو او بند امیر لوبډلو لوبغاړی دی. کیڼ لاسی اوپنر ځاځي ټول کرکټ په کابل کې زده کړی دی.

ده امریکا غږ اشنا ته وویل چې په ۲۰۱۰ کال کې نړیوال جام ته د افغانستان له وتلو وروسته يې د کرکټ سره مینه زیاته شوه او ملا یې وتړله چې ښه لوبغاړی شي.

نوموړی وايي "لوی ارمان مې دا دی چې د افغانستان په ملي ټیم کې ولوبیږم او ملي ټیم کې پاتې شم. کرېس ګیل مې ډېر خوښیږي، غواړم د هماغه غوندې لوبې وکړم".

ښاغلي ځاځي په خپلې لومړنۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې کې د اماراتو په خلاف په ۲۴ توپونو ۱۸ منډې وکړې او یوه څلوریزه یې هم ووهله.

حضرت الله ځاځی د تېزې لوبې له کبله مشهور دی. ده په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د ۱۹ کلنو خلاف دریو لوبو کې خورا ښه لوبه وکړه، په یوې لوبې کې یې په ۴۴ توپونو ۶۶ منډې وکړې او بله لوبه کې ۴۴ منډې وکړې او د پاکستان په ماتولو کې یې مهم رول ولوبوه.

حضرت الله ځاځي په را روانې شپږیزې کې د راشد خان په لوبډله کې دی
حضرت الله ځاځي په را روانې شپږیزې کې د راشد خان په لوبډله کې دی

​حضرت الله همدغه راز د ۲۰۱۵ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې ښې لوبې وکړې او په پایلوبه کې یې د مالیزیا خلاف ۶۰ منډې وکړې.

نوموړی وایي سره له دې چې د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې ډېر لوبېدلی او ځلېدلی دی خو په ملي او الف ټیم کې ورته د لوبېدو ډېر چانس نه دی ورکړل شوی " څومره چانس چې باید یو لوبغاړي ته ورکړل شي، هاغومره چانس یې ماته نه دی راکړی، په یوې او دوو لوبو کې یو لوبغاړی نه معلومیږي، چې درې څلور میچه- لوبې- ورکړي، بیا معلومیږي".

په نړیوالو لوبغاړو کې د ځاځي د خوښې لوبغاړی د وېسټ انډیز کرېس ګیل او په افغان لوبغاړو کې بیا محمد نبي عیسی خیل دی. خو په نړیوالو میدانونو کې یې پیا د برتانیا لارډز او د اسټرالیا سډني خوښيږي او هیله یې دا ده چې یوه ورځ د افغانستان لپاره په دغو میدانونوکې ولوبیږي.

حضرت الله ځاځی کیڼ لاسی اوپنر دی او تېزه لوبه کوي
حضرت الله ځاځی کیڼ لاسی اوپنر دی او تېزه لوبه کوي

حضرت الله ځاځی وايي د خپل ارمان د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي او کوښښ یې دا دی چې د شپږیزې په راروانو سیالیو او نورو داخلي لوبو کې ښه وځلیږي او ښه ولوبیږي چې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي. دی به په شپږیزې کې د راشد خان په کپټانۍ کې د بند امیر په لوبډله کې لوبیږي.

حضرت الله ځاځی وايي که ده ته د افغانستان په ملي لوبډلې کې ډېر چانس ورکړل شي، د لوبغاړو غوره کوونکو کمېټې ته به ثابته کړي چې په ملي لوبډلې کې د لوبېدو پوره حق لري.

​افغانستان دا مهال په ملي لوبډلې کې دوه کیڼ لاسي منډه جوړوونکي، حشمت الله شهیدي او نجیب ځدراڼ، لري. معمولآ کیڼ لاسي لوبغاړي په کرکټ کې بریالي بلل کیږي او په کرکټ کې د کيڼ لاسو ښو لوبغاړو لرل یوه اضافه ګټه بلل کیږي.

د ډېرو په باور هغه هېوادونه چې ځوان لوبغاړي لري، کرکټ په کې ورځ تر بلې ښه کیږي او غوړیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG