د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: تر آی پي ال مخکې نه پوهېدم، چې دومره استعداد لرم


راشد خان وايي هغه خوشحاله کیږي چې څوک ورته کوچنی میلیونر ووايي.
راشد خان وايي هغه خوشحاله کیږي چې څوک ورته کوچنی میلیونر ووايي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وايي په آی پي ال کې ډېرې داسې تجربې یې ترلاسه کړې چې مخکې یې نه درلودې.

راشد خان په آی پي ال کې د لوبو او له دغو لوبو څخه د ترلاسه شویو تجربو په اړه امریکا غږ اشنا ته تازه خبرې وکړي.

راشد خان او محمد نبي لومړني افغان لوبغاړي دي چې د هند په مشهوره لیګ کې یې ولوبېدل.

راشد خان وايي تر آی پي ال مخکې یې په زړه کې ډار و " چې دومره لویو سیالیو کې به څنګه لوبیږو" خو کله چې اوله لوبه وشوه " پوه شوم چې څومره استعداد لرم".

راشد خان وايي چې له آی پي څخه یې ډېرې زده کړې وکړې،" مشهورو لوبغاړو ته د باولینګ، له مشهورو لوبغاړو او د لسګونو زرګونو نندارچیانو په مخکې د لوبې پر مهال څنګه ارام او با حوصله واوسیږو. بل مهم شی چې مو زده کړ دا و چې د لوبغاړو نوم ته به نه ګورئ، په خپل باولینګ او استعداد به پوره باور لرئ او خپله لوبه به کوئ".

راشد خان همدغه راز له مشهور سینمايي ستوري شاه رخ خان، له مشهور هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر او د جنوبي افریقا له لوبغاړي طاهر خان سره د خپلو ملاقاتونو په اړه هم معلومات ورکړل.

له جعفر هاند سره په مرکې کې راشد خان د خپل شخصي ژوند او کرکټ په اړه ډېرې نورې خبرې هم کړي دي، پوره مرکه یې دلته واورئ:

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG