د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ لوبډله متحدو عربو اماراتو ته ولاړه


که افغانستان دا لوبه وګټي د لویو وچو هېوادونو ترمنځ د سیالیو اتل کیږي
که افغانستان دا لوبه وګټي د لویو وچو هېوادونو ترمنځ د سیالیو اتل کیږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د څلور ورځنیو لوبو لپاره متحدو عربي اماراتو ته تللې.

افغانستان او امارات به د روانې چهارشنبې په ورځ( نومبر۲۹) په ابو ظبۍ کې څلور ورځنۍ سیالۍ پیلوي. افغان لوبغاړي لږ تر لږه باید یوه اونۍ مخکې اماراتو ته تللي وای خو اماراتو ورته په وخت ویزې ورنکړې.

د محمد راشد، محمد نبي، ظاهر خان او ځینو نورو تجربو لروونکو لوبغاړو په شتوالي کې شاید امارات به افغانستان ته کوم لوی سرخوږی جوړ نکړي.

دا د افغانستان لپاره د لویو وچو ( انټرکانټینینټل) د هېوادونو ترمنځ د روانو سیالیو وروستۍ لوبه ده. که افغانستان له اماراتو وګټي او یا د دغې لوبې د ۲۰ نمرو نیمایي هم ترلاسه کړي، د انټرکانټینینټل د سیالیو اتل کیږي.

د ۸ هیوادونو سیالۍ

د لویو وچو هېوادونو ترمنځ سیالیو کې اته هېوادونه برخه لري چې افغانستان، ایرلنډ، سکاټلنډ، متحده عرب امارات، هانک کانګ، نمیبیا، هالنډ او پاپوانیوګیني شامل دي. دا د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې او درېیمې درجې هېوادونه دي چې هر یو یې اووه لوبې کوي.

دا څلور ورځنۍ لوبه چې فرسټ کلاس هم بلل کیږي، ټولې ۲۰ نمرې لری، که لوبه بیخي مساوي شي، هره لوبډله ۱۰-۱۰ اخلي، که کومه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ- اننګز- کې پر مخالفې لوبډلې منډې واړوي، د ۲۰ نمرو څخه یې اووه ترلاسه کوي.

افغانستان اوس د جدول په سر کې دی
افغانستان اوس د جدول په سر کې دی

په دې حساب کې که لوبه مساوي هم شي، هغې لوبډلې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې اووه نومرې اخیستې وي، ټولې ۱۴ او بله لوبډله شپږ نومرې اخلي. خو که د لومړۍ پاڼۍ اووه نومرې هم واخلي او لوبه هم وکټي، ګټونکې پوره ۲۰ او مخالفه لوبدله صفر ترلاسه کوي.

افغانستان اوس د جدول په سر کې دی او ۱۰۱ نمرې یا امتیازونه لري، ورپسې ایرلنډ دی چې ۸۹ امتیازونه لري، په دې حساب که افغانستان له اماراتو سره په لوبې کې ۱۰ نومرې هم واخلي د دغو سیالیو اتل کیږي، ځکه چې ایرلنډ که بله هم وګټي، تر افغانستان نشي مخکې کېدي.

په هماغه ورځ چې افغانستان په ابو ظبۍ کې له متحدو عربو اماراتو سره لوبه پیلوي، په هماغه ورځ ایرلنډ خپله وروستۍ لوبه له سکاټلنډ سره کوي. شاید ایرلنډ ته به د سکاټلند ماتول او پوره ۲۰ نمرې اخیستل ستونزمن وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG