د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې اته سوه میرمنې د میړونو څخه طلاق غواړي


د کابل ولایت فامیلې محکمه وایي چې د میرمنو لخوا د میړونو څخه د بیلیدو درخواستونه تر پخوا وختونو ډېر شوې دي، خو دلایل یې د پخوا په څیر دي.

د فامیلي استیناف محکمې رئیسه رحیمه رضایي وایي په اکثریت درخواستونو کې د میړونو د اعتیاد، د وهلو ټکولو، کورنۍ شکنجې، ځورونې، او د میړه لخوا د دوهم او دریم واده، شکایتونه کیږي.

د افغانستان د مدني او فامیلي قانون په اساس، یوه میرمن کولی شي محکمې ته د خپل میړه څخه د خلع، تفریق (جلا کیدو) او له هغه څخه د طلاق غوښتنه وکړي.

د کابل په فامیلي محکمه کې یوه میرمن چې نه غواړي اصلي نوم یې ښکاره شي، خبریالې لیمه نیازۍ ته خپله کیسه کړې ده.

د امریکا غږ خبریاله لیمه نیازۍ د کابل فامیلي محکمې ته ورغلې وه او وایي اکثریت میرمنې د میړونو له ویرې، له هغوی پټې محکمې ته راغلې وې.

XS
SM
MD
LG