د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د خلکو د پاکو رایو په اساس مونږ د انتخاباتو گټونکي یو


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پایلو له اعلان نه څو ساعته وروسته ددې انتختباتو یو کاندید، عبدالله عبدالله، وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د "درغلۍ کوونکو سره لاس یو کړی" دی.

د افغانستان د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو په اساس محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ فیصده رایو په گټلو مخکښ او بریالي شوی او عبدالله عبدالله د ۳۹.۵۲ فیصدو رایو په گټلو په دوهم مقام کې راغلی دی.

ښاغلي عبدالله خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: "هیڅ شک نشته چې د خلکو د پاکو رایو په اساس، مونږ د انتخاباتو گټونکي یو. د ثبات او همپالنې ټیم گټونکی دی."

هغه وویل چې ټیم یې په پوره ښه نیت سره د رایو د بیا شمیرلو په پروسه کې برخه واخیستله، خو په وینا یې "د انتخاباتو کمیسیون ددې فرصت نه استفاده ونکړه او د رغلیو کوونکو سره هم لاسی شو او ویې نکړای شول خلکو ته د قانون سره سم د قناعت وړ ځواب وړاندې کړي."

ښاغلي عبدالله ادعا وکړه چې د درغلیو او ځان وژونکو عملیاتو تاوان خلکو ته یو ډول دی.

ښاغلي عبدالله یو ځل بیا ادعا وکړه چې شاوخوا ۳۰۰ زره باطلې او مشکوکې رای په انتخاباتو کې داخلې شوې او د انتخاباتي کمیسیونونو نه یې بیا وغوښتل چې دغه ۳۰۰ زره رای له پاکو رایگو نه جلا کړي.

هغه وویل ددې لپاره چې د یو نوماند رای د ٥٠ فیصدو نه لوړې وښودل شي د ۲۴۰۰ صندوقونو له مجموعې نه چې په اړه یې بایومتریک معلومات نه وو د ٣٠٠ صندوقونو رای په مجموعي رایو کې شاملې شوي چې شاوخوا ۴٠ زره رای کیږي.

عبدالله عبدالله دا ادعایې هم وکړه چې په ۲۹۵ نورو محلونو چې شمیرې یې په درملوگ د ثبت شویو ارقامو څخه زیاتې دي هم په مجموعي رایو کې شاملې شوې دي. هغه همداشان وویل چې ١٠٥ نور محلونه چې په کې یواځې د نتیجو پاڼې موجودې وې هغه هم حساب شوې دي.

عبدالله عبدالله وویل چې کمیسیون باید د ولایتي رایو بیاشمیره چې د هغه د ټیم او نورو ټیمونو څارونکي په کې نه وو پیل کړي.

XS
SM
MD
LG