د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو د ازبکستان وارداتي برښنا قطعه شوې


د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان هیواد څخه ۴۶۰ میګاواټه برښنا اخلي
د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان هیواد څخه ۴۶۰ میګاواټه برښنا اخلي

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل په ګډون پر ۱۳ ولایتونو د ازبکستان وارداتي برېښنا قطعه شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې یاده ستونزه د ازبکستان د برښنا تولید په دستګاه کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلي توحیدي که څه هم ونه ویل چې د وارداتي برښنا پرچاوي به څومره وخت ونیسي، خو نوموړي هیله وښودل چې یاده ستونزه ژر تر ژره هواره شي.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې هیله یو چې هر څومره ژر چې کیږي، نن او یا تر نن غرمې، یا تر نن مازدیګر او که په دې ساعتونو باندې هم وشي، موږ به ډير خوشاله شو چې دغه ستونزه ژر حل شي."

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د یاد شرکت د تخنیکي ټيم کارکوونکي له ازبکستان سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي چې رامنځته شوې ستونزه هرڅومره ژر حل کړي.

د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان هیواد څخه ۴۶۰ میګاواټه برښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ده.

د یاد شرکت د معلوماتو په اساس اوس مهال د برښنا شبکه یوازې له کورنیو سرچینو څخه تامین کېږي چې په وینا یې د کورنیو منابعو له ډلې ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

په افغانستان کې د برښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

بلخوا په افغانستان کې د روانو نا امنیو له امله ډېر کله د برښنا مزي او پایې تخریب کیږي.

XS
SM
MD
LG