د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په انساني قاچاق کې د نړۍ درېیم هېواد دی-رپوټ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال رپوټ کې ویلي چې افغانستان په انساني قاچاق کې په نړۍ کې دریم هېواد دی.

کابل کې د امریکا سفارت نن جمعه جولاۍ دوهمه (چنګاښ ۱۱) د یو رپوټ په خپرولو ویلي چې د افغانستان حکومت هغه کړنې ستایي چې د انساني قاچاقو د مخنیوي په برخې کې یې ترسره کړي.

خو رپوټ دا هم وايي "د افغانستان دولت د انساني قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو د ساتنې، د بچه بازۍ ورک کول او جنګ ته د ماشومانو د جذبېدو مخنیوي لپاره باید نور ډېر اقدامات ترسره کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې یو شمېر چارواکي په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت چارواکي د پولیسو لیکو کې د بچه بازۍ شتون ردوي او په دې برخې کې شته راپورونه نه څېړي.

د امریکا حکومت افغانستان ته وړاندیز کړی چې د پوځي چارواکو په اړه جنايي څېړنې او عدلي تعقیب باید ډېر شي.

له دې برسېره د قربانیانو نه ملاتړ بل هغه مهم ټکی دی چې د افغانستان د حکومت نه غوښتل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عدلیې وزیر په تېرې غوایي میاشت کې ویلي وو چې د حکومت ځینې پخواني چارواکي په انساني قاچاقو تورن دي.

فضل احمد معنوي د دغو تورنو کسانو د هویت څرګندولو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو دا یې ویلي چې د یادو کسانو دوسیې په عدلي او قضايي بنسټونو کې تر څیړنو لاندې دي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په محاکمو کې د انساني او کډوالو د قاچاق او د بچه‌ بازۍ ۲۳۵ قضیې تر څیړنو لاندې دي.

ښاغلي معنوي ویلي "په دغو قضیو کې ۱۵۷ د انسان د قاچاق، ۶۵ د کډوالو د قاچاق او ۲۱ د بچه بازۍ قضیې شاملې دي."

د افغانسان د عدلیې وزیر له دې مخکې تایید کړې چې د انساني او د کډوالو د قاچاق په مهال له ماشومانو څخه جنسي استفاده کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ پر بنسټ تېر ۲۰۲۰ کې افغانستان د انسان قاچاق کې دریم او په ۲۰۱۹ کې یې دویم ځای درلوده.

XS
SM
MD
LG