د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سفیر څرګندونو ته د ارګ غبرګون


د افغانستان جمهوري ریاست په کابل کې د امریکا د سفیر وروستیو څرګندونو ته چې له انتخاباتو وروسته یې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی ویلي، چې د دغه هیواد اساسي قانون په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون او د رایو کچه نه ده مشخصه کړې.

د امریکا سفیر جان بس چې په افغانستان کې د خپل د ماموریت وروستۍ ورځې تیروي، له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د تلې د ۱۶مې انتخاباتو څخه راوتلی حکومت دې، په انتخاباتو کې د رایې ورکوونکو د ګډون کچې ته په پاملرنې، د یو ټول‌شموله حکومت په جوړولو فکر وکړي.

د ښاغلي بس پر وینا، د انتخاباتو ګټونکی به له یو میلیونو څخه کمې رایې ولري، چې د زیات شمیر افغانانو له ملاتړ څخه د بې‌برخېتوب ښکارندوي کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال لطیف محمود له امریکا غږ سره په خبرو کې د امریکا د سفیر څرګندونو ته په غبرګون وویل، چې د دغه هیواد قوانین په دې برخه کې صراحت لري او د قانون په اساس هغه کاندید چې له ۵۰ فیصدو څخه زیاتې رایې ولري، د انتخاباتو ګټونکی دی.

ښاغلي محمود وویل: "د اساسي قانون په چوکاټ کې یا د نورو قوانینو په چوکاټ کې د مشارکت میزان یا سقف نه دی تعین شوی".

د افغانستان اساسي قانون او د انتخاباتوقانون پر بنسټ، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هغه کس ګټونکی دی، چې د ټولې رایې له شمېرې ۵۰ فیصده جمع یوه رایه ترلاسه کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال ټینګار وکړ، چې افغان حکومت د یو دیموکراتیک نظام په توګه په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون اصل ته ژمن دی، خو زیاته یې کړه: "راتلونکی ولسمشر په دې اړوند د اساسي قانون پر بنسټ کولی شي، چې تصمیم ونیسي".

له دې مخکې هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو شورا په افغانستان کې د "انتخابات محوره ګډ ملي حکومت" جوړولو غوښتنه کړې وه. د افغانستان جمهوري ریاست د دوی دا غوښتنه د اساسي قانون خلاف وبلله او وې ویل، کاندیدان دې د ولس ارادې او تصمیم ته درناوی وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د شمېرو په اساس، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې محمداشرف غني ۵۰.۶۴ فیصده او عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲ فیصده رایې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شول او یو میلیون او ۸۲۴زره او ۴۰۱ افغانانو په کې ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG