د لاس رسي وړ اتصالات

د عدلیې وزارت مشاور: افغانستان کې سیاست د عدالت مخه نیولې


د افغانستان د جنګ تقریبآ ټولې ښکېلې غاړې په جنګي جرمونو تورن بلل کیږي.
د افغانستان د جنګ تقریبآ ټولې ښکېلې غاړې په جنګي جرمونو تورن بلل کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د دغه هیواد عدلي او قضايي سیستم، د بشري ضد جرمونو او جنګي جنایتونو د څیړلو لازمه وړتیا نه لري او په دې برخه کې د نړیوالې جزايي محکمې مداخلې ته اړتیا ده.

د افغانستان عدليي وزارت بيا وايي ،ددی هيواد په قضايی سيستم کې ظرفيت شته خو سياسي مداخلې د قانون د تطبيق مانع گرځي.

د عدلي وزارت سلاکار محمد اشرف رسولي امريکا غږ اشنا سره په خبرو کې داهم وويل چې په افغانستان کې د بشري ضد جرمونو او جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره د نړیوالې جنايي محکمې هيڅ ډول مداخلې ته اړتیا نشته.

د افغانستان په قضايي سيستم کې د بشري ضد جرمونو او جنګي جنایتونو د څيړلو د ظرفيت د څرنگوالي په هکله د عدليي وزارت سلا کار محمد اشرف رسولي اشنا راډيو سره غږيدلائ مرکه يي دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

XS
SM
MD
LG