د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان چین سره همکارۍ ته علاقه مند دی 


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د چهار شنبې په ورځ اګست ۸ (وږې اولسمه) د چین په یو ټلویزیوني پروګرام کې د خبرو پرمهال وویل، افغانستان هیله من دی چې له چین سره همکاري وکړي او د هغه هیواد او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اتصال په یوې نقطه بدل شي.

ښاغلي شاهین په دې خبري پروګرام کې وویل، افغانستان به له چین سره ښه روابط رامنځ ته کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړه: "زموږ پالیسي داده چې له چین سره ښه روابط ولرو. دا زموږ د پالیسي له مخې ده. فکر کوم چین یو لوی ګاونډی هیواد دی او د اشغال له پای ته رسیدو وروسته په دې مهم پړاو کې د ګډ کار کولو هرکلی کوو."

ښاغلي شاهین وویل، هیله من دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره په راتلونکې کې مشترک کار وکړي او افغانستان د چین او نورو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اتصال په نقطه بدل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان به هیڅ وخت هر ډول ځواک ته اجازه ورنکړي چې په دغه هیواد کې ترهګریز فعالیتونه وکړي او د چین په ګډون نورو هیوادونو ته زیان ورسوي.

ښاغلي شاهین زیاته کړه:"موږ ژمنه کړې ده چې هیڅ ډلې او یا هم ادرس ته به اجازه ورنکړو چې د افغانستان له خاورې څخه د چین په ګډون د بل هیواد په وړاندې کار واخلي. بنا دا زموږ تعهد دی. بلخوا په داسې حال کې چې موږ غواړو افغانستان د اتصال نقطه وي او په هیواد کې د بیارغونې ، اقتصادي پراختیا ، بیاجوړیدونې مرحله پیل شي دا هم ضروري ده چې موږ په هیواد کې ثبات رامنځ ته کړو او هیچا ته اجازه ورنکړو چې زموږ خاوره وکاروي. دا ددې مرحلې لپاره مهمه او ضروري ده."

د طالبانو ویاند په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې سپینې ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اتمه (وږې ۱۷) وویل د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت تائید کړی ندی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، د طالبانو په مشرۍ حکومت، یو سرپرست حکومت دی او د هغوې په وینا:‌" د امریکا د ملي امنیت د ټیم په ګډون ددغه هیواد د حکومت هیڅ یوه غړي داسې یو وړاندیز ندی کړی چې طالبان د نړیوالې ټولنې ارزښتناک او د درناوي وړ غړي دي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه، طالبانو تر اوسه داسې یو موقعیت ندی کسب کړی او له طالبانو څخه د امریکا د حکومت برداشت هم په دې ډول ندی.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ دوه ورځې مخکې اعلان وکړ چې متحده ایالات د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره بیړه نلري او په دې برخه کې د واشنګټن هر ډول اقدام به د طالبانو د اعمالو پورې اړه ولري.

XS
SM
MD
LG