د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې د کډوالو شورا: د افغانستان او پاکستان جګړې څه باندې سل زره افغانان بیځایه کړي

د افغانستان او پاکستان د جګړې له امله بیځایه شوي کورنۍ
د افغانستان او پاکستان د جګړې له امله بیځایه شوي کورنۍ

د ناروې د کډوالو شورا نن جمعه (مارچ ۱۳) په یو راپور کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې په زیاتیدو سره ملکي خلک ډیر زیان ویني.

دغې شورا څرګنده کړې ده چې د فبروري په شپږ ویشتمه نیټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پیل راهیسې ۱۱۵زره کسان د افغانستان په ختیځ کې بیځایه شوي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا په راپور کې ویل شوي چې ملکي وګړي باید خوندي واوسي او اړمنو کسانو ته د مرستو د رسیدو په هدف بشري سازمانونو ته د خوندي لاسرسي زمینه مساعده شي.

په راپور کې ویل شوي چې ددغې جګړې په لومړیو اتو ورڅو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ناروې د شورا مشر جکوپو کاریدي وایي:” افغانستان د کړکیچ په سر کړکیچونو سره مخ دی او دا ملکي وګړي دي چې لویه قرباني ورکوي. د جګړې ټول اړخونه باید نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او ډاډ رامنځ ته کړي چې ملکیان او ملکي بنسټونه خوندي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وایي افغانستان د مرستو د کمیدو له امله سخته ضربه لیدلی او اوسمهال په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې لږې بشري مرستې ترلاسه کوي.

دغه شورا وایي جګړې محدودو مرستو هم د خلکو د لاسرسي مخه نیولې او دغه شورا د نښتو له امله اړه شوې چې په خوست ولایت کې خپل ۲۲۶ تعلیمي ټولګي وځنډوي:« د ناامنیو له امله په څه باندې ۲۰ مراکزو کې د صحي خدماتو وړاندې کیدل ځنډیدلي دي.»

د ډیورنډ کرښتې ته نږدې له تورخم څخه بیځایه شوي بختیار د ناروې د کډوالو شورا ته ویلي: «زموږ توکي، زموږ جامې، او هر څه پاتې شول. موږ حتي نه پوهیږي چې زموږ په کورونو څه وشول.»

یاده شورا وایي په سیمه کې د ناامنیو له امله افغانان په ایران کې هم متاثره شوي دي.

دغې شورا زیاته کړې ایران د څه باندې ۴.۴ میلیون افغانانو کوربه دی چې څه باندې ۱.۴ میلیونه یې بې اسناده دي او په جبري ډول د وتو له خطر سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG