د لاس رسي وړ اتصالات

د پوليو د مخنيوي په برخه کې مو ښه پرمختګ کړی- مسؤولین


د پولیو واکسین کمپاین
د پولیو واکسین کمپاین

په جنوب کې د پولیو په ضد د مبارزې مرکز مسؤولین وایي چې د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې یې د ټولنې په مرسته ښې لاسته راړونې در لودې.

دوی زیاتوي چې په جنوبي سیمه کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده. په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې مرکز وایي چې په تېر لمریز کال کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د لوی شمېر راتګ سره، سره توانیدلي چې د جنوب په ټولو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین عملي کړي.

د جنوب په ټولو ولایتونو کې ١.٢ میلیون ماشومانو ته واکسین عملي شوی.

د ګوزڼ پرضد د مبارزې د حوزوي مرکز مسؤول، ډاکټر جمال الدین یې په اړه وایي چې په یوه ځل د زیات شمېر کډوالو د راتګ تر څنګ یې د واکسین ټيمونه توانیدلي چې تر هر کلي پورې د ګوزڼ ضد واکسین ورسوي.

نوموړي وویل: "د پولیو مبارزین وتنوالدل چې په پوره اخلاص او په ډیرې میړانې سره د پولیو د لمنځه وړلو په موخه کور په کور، کلي تر کلي، لویو لارو، سرحداتو او په دروازو کې تولو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، خو د کډوالو د راستنېدو په ګډون د ځينو ګواښونو له امله ښایي د پوليو پلانونو ته هغسې رسیدګی نه وي شوي لکه څنګه چي بايد سوي وای، او مونږ په دې برخه کې ډېرې ستونزې درلودې."

د ګوزڼ پرضد د مبارزې کډ کاري ټيم وایي چې د پوليو په مخنیوي کې د ټولنې هر اړخیزه مرسته اړینه ده. یو شمېر کورنۍ وایي چې د واکسین په ارزښت باندې پوه شوي او هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته پر وخت واکسیونه عملي کړي.

د کندهار ښار اوسیدونکی، جاوید احمد امریکا غږ ته وویل: "اوس موږ د پولیو واکسین په ارزښت پوه شوي یو او په هر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوو تر څو زموږ ماشومان سالمه پاته شي."

که څه هم د پوليو د مخنيوي په برخه کې د تېر کال لاسته راوړنې د یادونې وړ دي، خو د پوليو د مخنيوي سيمه ييز مرکز وايي، چې اوس هم د سوېلي ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې تر ٣٠٠ ډېرې کورنۍ شته، چې د ناسم پوهاوي له امله خپل ماشومان نه واکسينوي.

که څه هم دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې، خو ډاکټران وايي، چې له واکسينه د ماشوم پاتې کېدل هم د پوليو د مخنيوي په لاره کې يو خنډ ګڼل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG