د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم پروازونه بیا پیل شول- طالبان


په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم پروازونه بیا پیل شول. دا پروازونه له شاوخوا دریو کلونو راهېسې بند وو.

طالبان وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درېیمه) له کابل څخه اورمچي ته والوتله.

د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د پروازونو بیا پیلېدل به د طالبانو او چین ترمنځ «اقتصادي، سیاسي او تجارتي روابط قوي» کړي.

د افغانستان او چین ترمنځ د مخکني حکومت په وخت کې «هوايي دهلیز» پرانیستل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې د چین سفیر وانګ یو له امیر خان متقي سره په ملاقات کې ویلي چې بیجینګ له افغانستان سره «عادي روابط ساتلي او غواړي قوي یې» کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس وانګ یو ژمنه وکړه چې هېواد به یې «چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتولو په چارو کې اسانتیا رامنځ ته او د مس عینک د کان په اړه به ابتدايي کارونه چټک» کوي.

چین له طالبانو سره تعامل روان ساتلی او د دغه هېواد په کانونو کې پانګونې ته لیوال دی. د اپریل په میاشت کې د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د چین له یو شرکت سره د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د لیتم د استخراج د قرارداد په اړه خبرې کړې دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د دولت د اقتصاد د برخې مرستیال ملا غني برادر د چین له سفیر وانګ یو سره په ګډه اعلان وکړ چې له یو چینايي شرکت سره به قرارداد کوي چې په راتلونکو ۲۵ کالونو کې د امو سیند له حوزې څخه تیل وباسي.

د طالب مقاماتو په خبره، د چین شرکت به په دغې پروژې باندې ۵۴۰ میلیون ډالر پانګونه کوي چې شاوخوا ۳۰۰۰ کاري فرصتونه به هم برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر قېن ګانګ د پاکستان او طالبانو ترمنځ په درې اړخیزو خبرو کې موافقه وکړه چې بیجینګ د «یوه لار او یو کمربند» نړیوال ابتګار افغانستان ته هم وغځوي.

بیجینګ د «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» په پروژې کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې چې ورسره د برېښنا د تولید بندونه، سړکونه او نورې تجارتې لارې او سیمې هم جوړېږي. دواړو هېوادونو وویل چې د سیمې د پیوستون په خاطر به دا پروژه افغانستان ته هم وغځوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د تګلارې یوه اعلامیه خپره کړه چې ۱۱ مادې لري. په دغې اعلامیې کې ټېنګار شوی چې طالبان باید په افغانستان کې د «پراخ او همه شمول» سیاسي جوړښت له لارې «یوه معتدله او معقوله» حکومتولي تضمین کړي. نړیواله ټولنه هم هڅول شوې چې له کابل سره تعامل زیات کړي.

په افغانستان کې د چین د اقتصادي پانګونې په بدل کې دا هېواد له طالبانو څخه غواړي چې له افغانستان څخه د چین سینیانګ او نورو سیمو ته د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي او په افغانستان کې د چینايي اتباعتو امنیت تامین کړي.

بیجینګ دا خبره کوي چې د «ترکستان اسلامي غورځنګ» جنګیالي، چې اکثریت یې د چین اویغور مسلمانان دي، د افغانستان په خاوره کې له پناه ځایونه څخه کاراخلي چې بیا په بهر کې بریدونه وکړي.

طالبان ټېنګار کوي چې چاته اجازه نه ورکوي د دوی په حاکمیت کې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG