د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د ساتنې کمیټه: د طالبانو استخبارات، رسنیو ته نوی تهدید ګڼل کیږي


د خبریالانو د ساتنې کمیټې د چهار شنبې په ورځ مارچ دویمه (کب ۱۱) ویلي دي چې د افغانستان استخباراتي اداره د افغانستان د خپلواکو رسنیو په وړاندې د نوې تهدید په توګه راڅرګنده شوې ده.

دغې کمیټې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د جنوري په ۱۹ نیټه په علني ډول د افغانستان پر رسنیو غږ وکړ څو د هغه څه له خپریدو چې "کاذب او بې اساسه شایعات" یې ګڼلي دي، ډډه وکړي.

له دې سره سره د خبریالانو د ساتنې کمیټې په وینا، د طالبانو د جنوري میاشتې خبرداری غیر منتظره نه وو. دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې په افغانستان کې رسنیو په کابل کې د شپې له خوا د یو شمیر معترضو میرمنو کورونو ته د طالبانو د استخباراتي کارکوونکو د ورتګ او د یو شمیر میرمنو د غیر قانوني نیولو په اړه راپور جوړ کړی وو.

ددې راپور له مخې، د خبریالانو د ساتنې کمیټې د غیر قانوني نیونو په اړه د طالبانو د دخالت، له خبریالانو او د رسنیو له خاوندانو څخه د تاوتریخوالي د ډکو پوښتنو ګرویږنو مستند جوړ کړی دی.

دې کمیټې ویلي دي سره له دې چې ډیر تماسونه یې ونیول خو د طالبانو د استخباراتو له چارواکو سره په خبرو بریالي نشول، خو د طالبانو استخباراتي چارواکو پخوا دا خبرونه "د درواغو خبرونه او بې اساسه شایعات" بللي دي.‌

ددې راپور له مخې ، د تیر کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان د رسنیو سیاست په لومړیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا تنظم کیده خو وروسته دا چارې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته وسپارل شوې. هغه دوه وزارتونه چې د یادې کمیټې په وینا به "په سختۍ د لیبرالسیم" سنګر بلل کیدای شي.

یادې کمیټې ویلي دي چې د طالبانو مشرانو د ازادو رسنیو د فعالیت په اړه زغم نندارې ته وړاندې کړی دی ، خو هغوی د رسنیو د فعالیت په اړه "مبهم طرزالعمل" وړاندې کړی چې د هغوی له خبرو او عمل سره یووالی نلري.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو د رسنیو ستراتیژي په دوو پایو ولاړه ده، یو دا چې نړیوالو ته د رسنیو مناسب تصویر وړاندې کوي خو په اصل کې پر خبریالانو فشار واردوي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټه وایي چې پر افغان رسنیو د محدودیتونو لومړی پړاو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په اولسمه پر کابل د طالبانو له واکمنیدو دوه ورځې وروسته پلی شو.

د راپور له مخې، په هغه وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د رسنیو د فعالیت لپاره یو کاري چوکاټ چې "وړاندیزونه" یې وبلل، اعلان کړل.

د خبریالانو د حفاظت کمیټه د یو شمیر رسنیو د راپورونو په حواله وايي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې "هیڅ پروګرام باید له اسلامي ارزښتونو سره ټکر ونلري، راپور باید بې طرفه وي او د ملي ګټو خلاف خپور نشي."

د خبریالانو د ساتنې کمیټې په وینا، له رسنیو سره د طالبانو چلند افغان خبریالان له ستونزمن حالت سره مخ کړي دي او داسې ښکاري چې له دوو لسیزو ودې وروسته اوس کیدای شي د رسنیو فعالیت د ځوړ یوه فصل ته داخل شي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز GMIC د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۹ نیټه د رسنیو لپاره ۱۱ نوې مقررات اعلان کړل چې رسنۍ باید د محتویاتو د برابریدو په برخه کې له دې مرکز سره همغږي وکړي.

د راپور په وینا، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نومبر به ۲۱ نیټه نور سخت مقررات وضع کړل چې له مخې یې میرمنې په ټلویزیوني ډرامو کې له راڅرګندیدو منع کړې او حکم یې وکړ چې ښځینه خبریالانې او ویندویانې باید پر سکرین د راڅرګندیدو پرمهال حجاب وکړي.

د خبریالانو د محافظت کمیتې د افغانستان پخواني حکومت د ملي‌ امنیت د دریو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له ترهګرۍ او د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي فعالیتونو سره مبارزه د هغوی د فعالیتونو په لومړیتوب کې وه، خو ددغو چارواکو په وینا، چې نومونه یې له ډاره ‌ذکر کړي ندي، ویلي دي چې د طالبانو د استخباراتو اوسنۍ ادارې دا وظایف بدل کړي او تر ډیره د رسنیو، مدني فعالانو ځپلو او د پخواني حکومت د نظامي‌ او ملکي کارکوونکو وهلو ټکولو او ان وژلو ته پام کوي.

دې کمیتې ویلي دي چې د ګوانتانامو زندان یو پخوانی زندانی عبدالحق وثیق د طالبانو د استخباراتو د ریاست مشري پر غاړه لري ، هغه څوک چې د یاد راپور له مخې، له القاعده سره د تړلو جنګیالو او طالبانو د اړیکو مسول وو.

د خبریالانو د ساتنې کمیټې ویلي دي چې د واټس اپ له لارې یې ښاغلي وثیق ته پیغام ورکړ څو د شویو تورونو په اړه د هغه غبرګون واخلي خو له هغه یې کوم ځواب ترلاسه نکړ.

په راپور کې ویلي وشي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، طالبانو د پاکستان او ایراني خبریالانو‌په ګډون څو خبریالان نیولي دي او په یو شمیر مواردو کې یې هغوی وهلي ټکولي هم دي. طالبانو‌ په اغلب مواردو کې دا تورونه رد کړي‌دي.

XS
SM
MD
LG