د لاس رسي وړ اتصالات

څلورو کلونو کې تر ۲۸زرو ډېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي – غني


ولسمشر غني د لمړي ځل لپاره په جګړو کې د وژل شویو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېره بربنډه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزرات تېر کال د افغان ځواکونو د مرګ-ژوبلې د شمېرو پر خپرولو بندیز ولګاوه، خو اوس ولسمشر محمد اشرف غني د تېرو دریو کلونو شمېرې په ډاګه کړي دي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ په (نومبر۱۲) له کابل نه په واشنګټن کې د جان هاپکېنز پوهنتون محصلینو یوې غونډې ته د ویډیو له لارې وویل چې:" له ۲۰۱۵ راهېسې څه باندې ۲۸۵۲۹ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي."

افغان حکومت تر اوسه دا نه ده جوته کړې چې په وژل شوو کې څومره پولیس او د ملي پوځ منسوبین وه.

په جګړو کې د ټپي شوو او معیوبه شوو پوځیانو شمېره هم تر اوسه نه ده څرګنده خو اټکل کېږي چې ټپیانو شمېر تر وژل شوو ډېر دی.

افغانستان دا مهال شاوخوا ۴۰۰زره امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې د نړیوالې ټولنې او ناټو په مالي او تخنیکي مرستو سمبالېږي.

XS
SM
MD
LG