د لاس رسي وړ اتصالات

زیمنس به د افغانستان د ګازو ارزونه وکړي


زیمنس به په افغانستان کې د انرژۍ د موجوده زیربناوو نوي کولو سربیره د انرژۍ د نویو سیستمونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي.
زیمنس به په افغانستان کې د انرژۍ د موجوده زیربناوو نوي کولو سربیره د انرژۍ د نویو سیستمونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي.

د زیمنس شرکت له افغان حکومت سره تړون کړی چې په افغانستان کې به د ګازو د طبیعي زیرمو ارزونه وکړي.

د دغه تړون له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې لاسلیک شو، زیمنس به د افغانستان په هغو سیمو کې چې اټکل کیږي د ګازو طبیعي زیرمې لري، تخنیکي ارزونې او پلټنې ترسره کړي.‌

د افغانستان د ولسمشر دفتر پر ټویټر لیکلي چې زیمنس به د ګازو د سرچینو د ارزونې سربیره، د ګازو د استخراج او د انرژۍ د ضایع کیدلو د مخنیوي په لارو چارو په نښه کولو کې هم مرسته وکړي.‌

ارګ لیکلي چې له زیمنس سره دغه پروژه به په افغانستان کې د پایدارې پرمختیا، ثبات راوستلو او د بنسټیزې پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د دغې پروژې مالي لګښت لا ندی په ډاګه شوې او دا هم نده څرګنده چې زیمنس به په کومو ولایتونو کې د ګازو د سرچینو پلټنه وکړي.

افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډاې هیواد ګڼل کیږي خو د امنیتي ستونزو او زیربناو د نشتون له کبله د دغو زیرمو په استخراج کې ندی بریالی شوی.‌

XS
SM
MD
LG