د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ نوروز منګل له دندې لېرې کړ، د غوراوي کمېټه بدله شوه


دولت احمدزی د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر شو
دولت احمدزی د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د کمېټې مشر او نور غړي له دندو لېرې کړل او پر ځای یې نوي مشر او غړي وټاکل. نور تغیرات هم راوستل شوي.

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د دایمي منیجرۍ دنده هم ختمه کړه.

د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي خبریالانو ته وویل چې د غوراوي د کمېټې مشري به د نوروز منګل په ځای دولت احمدزی کوي. ددې کمېټې دوه پخواني غړي عبدالولي امین او احمدشاه احمدي د غوراوي د کمېټې نه د ډیسپلین کمېټې ته تبدیل شوي دي.

د غوراوي کمېټې ته نوی سلیکټر باچا حسین هم معرفي شوی، که څه هم د کرکټ بورډ مشر باچا حسین د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی بولي، خو د ځینو په باور خپله باچا حسین په وروستیو کلونو کې له کرکټ څخه لېرې پاتې شوی.

د غوراوی کمېټې بل غړی اسد الله خان دی، اسدالله خان د دولت احمدزي په څېر پخوا روزونکی و او تر ډېره په کوچینګ کې تجربه لري.

د ډیسپلین کمېټې مشري الله داد نوري ته ورکړل شوې ده، الله داد نوري د کرکټ بورډ مرستیال و، پخوا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان، لوبغاړی تېر شوی او یو وخت د کرکټ د فدراسیون مشري یې هم کړې ده.

کرکټ بورډ یوه بله پرېکړه هم کړې، چې د ملي لوبډلې د مدیر دنده یې له دایمي نه د سفر په اساس را کمه کړې ده. شیر اغا همکار د ملي لوبډلې له منیجرۍ لرې شوی او د ښاغلي فضلي په وينا له دې وروسته به د نویو اصولو له مخې هر سفر ته د ملي لوبډلې نوی مدیر ټاکل کیږي او د یوه سفر د مدیریت واک به ورسره وي.

د کرکټ بورډ مشر بشیر ستانکزی د کرکټ د ډایرکیټر دنده یې پرمخ وړه هم له دندې ګوښه کړی دی او اصلا یې دا دنده له منځه وړې ده.

له دې مخکې د وږي په ۲۸ کله چې د آسیا کپ لوبې روانې وې د افغانستان ولسمشر په فرمان عزیز الله فضلي د عاطف مشعل پر ځای د کرکټ بورډ مشر په صفت وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG