د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د افغانستان درې ولایتونو ته وړل کېړي


د افغانستان درې ولایتونه به د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام هرکلی کوي
د افغانستان درې ولایتونه به د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام هرکلی کوي

په افغانستان کې د کرکټ مینه والو له تمو سره سم د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ دغه هېواد ته په راروانې ډسمبر میاشتې کې لېږدول کېږي.

دغه کپ به د ځانګړو مراسمو په لړ کې د افغانستان درې ولایتونو کابل، بامیان او هرات کې نندارې ته اېښودل کېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې به لومړی د کابل دارالامان تاریخي ماڼۍ د دغه کپ کوربه وي بیا به بامیان او له هغه وروسته به هرات ته لېږدول کېږي.

د لوبغاړو، سیاسونو او زده کوونکو سربېره به هر وګړی دا چانس ولري چې دغه کپ له نږدې وګوري.

کرکټ بورډ په دې هيله دی چې افغانستان ته د دې کپ راوړل به پر ځینو برخو ګټورې اغېزې ولري.

په نړيوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ملاتړ کوونکو پیدا کېدل، خلکو ته خوښي ورکول او په درې ولایتونو کې د کپ وړلو پر مراسمو د بېلابېلو رسنیو رسنیز پوښښ هغه ټکي دي چې دغه اداره یې د مثبتو پایلو په تمه ده.

دود دا دی چې دا کپ د هر نړیوال جام د سیالیو نه مخکې هغو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي.

له دې مخکې (د وږي په پنځمه) د کرکټ نړیوالې شورا ویلي و چې نړیوال کپ افغانستان ته د امنیتي ستونزو له کبله نه لېږدول کېږي.

دې خبر افغانستان کې د کرکټ مينه وال ناهيلې کړل او د هغوی په وینا د کرکټ نړیوالې شورا له افغانستان سره "دوه ګونی چلند" کوي.

اوونۍ نوه تېره شوې چې د کرکټ نړیوالې شورا خپله پرېکړې ته تغیر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د نورو هېوادونو سربېره به افغانستان ته هم دغه کپ ولېږدول شي.

د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالۍ په استرالیا کې وشوې او له هغه مخکې د دې سیالیو کپ افغانستان ته راوړل شوی دی.

افغانستان کې د کرکټ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام
افغانستان کې د کرکټ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام نهه میاشتنی سفر په تېرې (مې) میاشتې کې پیل او لومړی متحده عربي امارتو کې خلکو کتلی دی.

د دغه سفر په لړ کې به جام د افغانستان په شمول ۲۰ هېوادونو او نږدې ۶۰ ښارونو کې خلک وګوري.

دغه کپ دا ځل ځینو داسې هېوادو ته هم لېږدول کېږي چې پیاوړی اقتصاد لري او د کرکټ مينه وال پکې د فوټبال لوبې مینه والو په پرتله لږ دي.

د امریکا متحده ایالاتونه، فرانسه، جرمني، هالنډ او بلجیم په یادو هېوادونو کې دي.

د دې کپ د سفر ستره موخه د کرکټ نړيوال جام او کرکټ لوبې ته په نړيوالې کچه کمپاين ویل شوی دي.

د کرکټ نړیوال کپ به عمان، ويسټ اینډیز، سریلانکا، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، هندوستان، نیوزلينډ، اسټراليا، سویلي افریقا، کینيا، رونډا، او نایجریا ته هم ولېږدول شي.

د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ په بریټاینا کې کېږي چې د افغانستان په کډون به د لسو هېوادونو ملي لوډلې پکې سیالۍ کوي.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان د یوې ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG