د لاس رسي وړ اتصالات

فایق: که واخان کې د پاکستان کارونه رښتیا او قصدي وي، د یرغل په توګه به یې ثبت کړو


واخان افغانستان
واخان افغانستان

له هغه وروسته چې ځینې راپورونه خپاره شول چې ګنې پاکستان د افغانستان په واخان کې د سرحدي نښو د له منځه وړلو هڅه کوي او غواړي له دې لارې تاجکستان ته مخامخ لاره پیدا کړي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق وايي باید په دې اړه وضاحت ورکړل شي.

ښاغلي فایق په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «که کوم پټ توافق نه وي شوی او پاکستان په خپل سر وغواړي د افغانستان خاوره د اقتصادي اهدافو لپاره وکاروي، یا سرحدي نښې قصدآ له منځه وړي، دا موضوع به رسمآ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سرغړونې او یرغل په توګه ثبتوو.»

یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم ته منسوب ټویټر کې لیکل شوي وو: «پاکستان په اصرار او په تکرار له ولسمشر کرزي غوښتل څو اجازه ورکړي واخان غوڅ کړي او تاجکستان ته دتجارت لپاره سړک وباسي خو نوموړي ترپایه و نه منله:۱-داکار مو ترانزیتي اهمیت کموي او پاتې افغانستان منزوي کوي ۲-دهیواد دټوټه کیدوخطرمنځته راوړي…اوریدلي مې دي داغوښتنه تازه شوې.دحکومت توجه!!»

له دغه ټویټ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو دا مسئله راپورته کړه او د طالبانو په حکومت یې انتقاد کاوه چې په دې اړه رسمي‌ غبرګون نه ښيي.

له دغو انتقادونو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې یو شمېر وسله وال طالبان لیدل کېږي او ادعا کوي چې په بدخشان کې د پاکستان له لوري لګول شوې نښه ورانوي. امریکا غږ نشي تائیدولای چې دا ویدیو څومره دقیقه ده، چېرې او کله ثبت شوې ده.

خو طالبانو د دغو راپورونو څخه وروسته د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۸ (زمری اوومه) په یوې اعلامیې کې وویل چې د بدخشان په ګډون د افغانستان ټولې سرحدي سیمې او فرضي کرښې د دوی تر واک لاندې دي.

د دوی په اعلامیې کې ویل شو دي چې په ټولنیزو رسنیو کې د «اوازو» په اړه د دوی یو پلاوي د وضعیت څېړلو لپاره دې سیمو ته ورغلی او کتلي یې دي.

اعلامیه وايي چې د دغه پلاوی، چې د «عمر ثالث فرقې» د اتمي سرحدي لېوا مسؤلینو او یو شمېر نور طالب سرتیري پکې شامل وو، د وضعیت څیړلو په موخه د واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو تللي و.

XS
SM
MD
LG