د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د لوړ پوړې امریکايۍ چارواکې سفر وځنډوه


په پاکستان کې یو وارې بیا د امریکا په ضد مظاهرې پيل شوې
په پاکستان کې یو وارې بیا د امریکا په ضد مظاهرې پيل شوې

د پاکستان چارواکي وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې لوړ پوړې امریکايۍ چارواکې سفر یې ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه چې د اسیا او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرسته مرستیاله الیس ویلز د دوشنبې په ورځ (اګست۲۸) پاکستان ته ولاړه شي، خو اسلام اباد دا سفر تر نامعلومې مودې پورې لپاره وځنډوه.

دا سفر داسې مهال ځنډول کیږي چې پاکستان کې ځینو اورپکو او اسلامپالو ډلو د امریکا په ضد مظاهرې کړي دي. مظاهره کوونکي په غوصه دي چې ولې ولسمشر ټرمپ په خپلې نوې تګلارې کې پاکستان د ترهګرو په پاللو او ساتلو تورن کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت یو ویاند وویل "د پاکستان د حکومت په غوښتنه د سرپرستې مرستیالې وزیر ویلز سفر تر بل مناسب وخت پورې وځنډول شو".

رویټرز اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه سفر د ځنډولو په اړه کټ مټ همداسې یوه اعلامیه خپره کړې ده.

که میرمن ویلز پاکستان ته تللي وای، دا به د ولسمشر ټرمپ له لوري د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې له اعلان وروسته لومړنۍ امریکايۍ چارواکې وای، چې اسلام ته یې سفر کاوه.

دوې نه دي ویلي چې ولې یې دا سفر ځنډولی دی، خو د تېرې دوشنبې له ورځې، چې ولسمشر ټرمپ خپله تګلاره اعلان کړه، په پاکستان کې امریکايي چارواکیو ته ویل شوي چې د هر ډول ناڅاپې پېښو سره د مقابلې لپاره چمتو واوسي.

په تګلارې کې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرو له پاللو او ساتلو دې لاس واخلي، همدغه راز له افغان حکومت سره یې د مرستو ژمنه وکړه چې سوله او ثبات راولي.

پاکستان تورن دی چې په افغانستان کې د روان جنګ ننګه کوي، د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې مشران په خپلې خاورې کې ساتي، جګړه ماران یې روزي او بیا یې افغانستان ته د ورانکاریو لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG