د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوې


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېمه یوه ورځینۍ لوبه نن سه شنبه جنوري ۲۶ (سلواغه۷) په اماراتو کې پیل شوه.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغانستان د پنځوسو اورونو په لوبولو سیالې لوبډلې ته ۲۶۷ هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې ۴۸ او ۴۱ راشد خان او اصغر افغان خان ترسره کړې.

ګلبدین او نبي بیا ۳۶ او ۳۲ منډې جوړې کړې.

د ایرلنډ له خوا سیمي سینګ او مارک ادیر هر یو درې درې ویکټې او انډي مک براین دوه ویکټې واخیستې.

د لوې دویمه پاڼۍ پیل شوې.

ایرلنډي لوبغاړو په اوه اورونو ې د یوې ویکټې په سوزېدو ۴۴ منډې جوړې کړي دي.

پخواني معلومات

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېمه یوه ورځنۍ لوبه نن سه شنبه جنوري ۲۶ (سلواغه۷) په اماراتو کې پیل شوه.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ اچونې پرېکړه کړې.

افغانستان په بیټنګ کې لومړی تېزه لوبه پیل کړه، د رحمت او حشمت مهمو لوبغاړو په شمول یې څلور ویکټې له لاسه ورکړي دي.

له افغانستان پلوه اوس ګلبدین نایب او اصغر افغان بیټنګ ته ولاړ دي او په ۲۹ اورونو کې یې ۱۳۴ منډې جوړې کړي دي.

افغانستان د دغو درې لوبو سریس پر تېرو دوه لوبو ګټلی دی.

د روانې لوبې نور جزیات وروسته خپریږي.

XS
SM
MD
LG