د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان تجارتي لیګ؛ راشد،‌ نبي او مجیب وپېرودل شول


محمد نبي، راشد خان او مجیب
محمد نبي، راشد خان او مجیب

د پاکستان د کرکټ په تجارتي سوپرلیګ کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن واخیستل شول.

د پاکستان په دغه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبیږي چې پر پاکستاني لوبغاړو سربېره د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي هم په کې لوبیږي او ټول شپږ ټیمونه دي.

د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان واخیست، د کراچۍ کنګز لوبډلې محمد نبي واخیست او د پېښور زلمي لوبډلې مجیب الرحمن واخیست.

پر دوی سربېره دوه نور افغان بالران قیس احمد او نور احمد لکڼوال هم دغه لیګ ته واخیستل شول.

د روان کال سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېرودلو بهیر او بولي کې یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم شته.

د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ په ۲۰۱۵ کې پیل شو او هر کال یو ځل کیږي.

د دغه لیګ سږنۍ سیالۍ د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې پیلیږي.

تر دې مخکې ځینو نورو افغان لوبغاړو هم په دغه لیګ کې لوبې کړې وې، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابوالي له کبله بیا دغه لیګ ته کوم افغان لوبغاړی پرېنښودل شو.

د پاکستان صدراعظم څه موده مخکې کابل ته په خپل سفر کې یادونه کړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د کرکټ سیالۍ پیلیږي.

XS
SM
MD
LG