د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډلې ته ۲۵ لوبغاړې غوره شوي


د افغانستان پرته د کرکټ نړیوالې شورا نور غړي هېوادونه د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې لري.
د افغانستان پرته د کرکټ نړیوالې شورا نور غړي هېوادونه د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې لري.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په نیږدې راتلونکې کې به د دغه هېواد د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړېدو لپاره ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره تړونونه وکړي.

د دغې ادارې په اعلامیې کې راغلي دي چې په تېرې یوې میاشتې کې د افغانستان له بیلابېلو ولایتونو څخه ۴۰ ښځینه لوبغاړې کابل ته د تمریناتي کمپ لپاره بلل شوې وې.

اعلامیه زیاتوي: "له څلوېښتو لوبغاړو نه ۲۵ غوره ټاکل شوي دي. په تمریناتي کمپ کې د یادو لوبغاړو پر توپ وهنې، توپ اچونې او توپ نیونې وړتیاوو باندې کار شوی دی."

کرکټ بورډ وايي له دې لپاره د ښځینه ملي لوبډله جوړوي چې د دې لوبډلې درلودل د کرکټ نړیوالې شوار له بنسټیزو اصولو څخه دي.

د افغانستان پرته د یادې شورا نور غړي هېوادونه د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې لري.

که څه هم په تېرې یوې نیمې لسیزې کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې جوړېدو لپاره څو وارې هڅې شوي خو دغه هېواد سنتي ټولنه لري او ښايي دغه لامل یې د یاد اقدام مخه نیولې وي.

کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا یې زیاته کې چې لوبډله به ټولو اسلامي او کلتوري ارزښتونو ته په کتو جوړه شي.

XS
SM
MD
LG