د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او آسترالیا ترمنځ‌ د کرکټ لوبه وځنډول شوه 


افغانستان په ۲۰۱۷ کې د ټست لوبو درجه ترلاسه کړه
افغانستان په ۲۰۱۷ کې د ټست لوبو درجه ترلاسه کړه

د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي چې له آسترالیا سره یې د ټست پلان شوې لوبه ځنډول شوې ده.

د آسترالیا کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې د لوبې د ځنډېدو اصلي علت د کروناویروس د خپرېدو مخنیوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶(تلې۵) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «د افغانستان د کرکټ بورډ درک کوي چې دا پرېکړه د کروناویروس له کبله شوې ده چې اغیز یې په لوبو» جوت دی.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې لیکل شوي چې دا لوبه د ۲۰۲۰ د ډسمبر په میاشت کې پلان شوې وه.

د آسترالیا کرکټ‌ بورډ تېره ورځ دا اعلان له هغه وروسته وکړ چې د نیوزلنډ د کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۱ د جنورۍ په میاشت کې آسترالیا ته د لوبو لپاره له ورتګ ډډه وکړه. علت یې کرونا ویروس ښودل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ هیله لري چې دا لوبه بیا پلان شي او افغانستان له آسترالیا سره د ټست سیالي وکړي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کې د ټست لوبو درجه واخیسته او تر دې دمه یې څلور ټسټ لوبې کړي دي چې له بنګله دېش او ایرلنډ څخه یې ګټلې او پر ویسټ انډیز او هند یې بایللي‌دي.

XS
SM
MD
LG