د اسرائیل حکومت نن د مې په پنځمه (ثور ۱۶مه) وويل چې د دغه هېواد کابينې پرېکړه کړې چې په اسرائیل کې د الجزيرې تلویزیوني شبکې خپرونې بندې کړي؛ هغه عمل چې قطر میشته شبکه يې "جنايتکاره" اقدام بولي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، نن وویل چې د هغه حکومت پریکړه کړې چې د الجزیرې شبکې خپرونې بندې کړي. هغه د ایکس په شبکه کې لیکلي چې د اسرائیل حکومت پریکړه کړې چې په اسراییل کې د الجزیرې "فتنه اچونکی" کانال بند کړي.
د اسرائیل د مخابراتو وزير شلومو کارهي، وویل چې په اسرائيل کې به "د حماس ترومپتونو" ته هیڅ ډول د بيان ازادي نه وي او د الجزيرې شبکه به سمدستي بنده شي او د کمپيوټرونو، کامرو، مايکروفونونو او ټليفونونو... په ګډون به يې وسايل ضبط شي.
د الجزیرې شبکې یوه اعلامیه خپره کړې چې ویلي یې دي: "د اسرائیل له خوا د خپلو جناباتو د پټ ساتلو لپاره د خبریالانو په وژلو او نیولو سره زموږ د وظیفې د ترسره کولو مخه نه ده نیولې. "
په اسرائیل او فلسطیني سیمو کې د الجزیرې مسول ولید العمري ویلي چې دوی ته په اسرائیل کې د دې شبکې د بندیدو خبر ورکړل شوی او د دوی ټول نشراتي وسایل ضبط شوي دي.
په اسرائیل کې به د الجزیرې وېبپاڼه هم محدوده شي، خو دا محدودیت به د اسرائیل له خوا د په اشغال شویو سیمو کې په قانوني توګه پلي نشي. دغه شبکه اوس هم له غزې څخه په ژوندۍ بڼه خپرونې کوي.
دا په داسې حال کې دي، چې تېره میاشت د اسرائیل پارلمان د ملي امنیت نوی قانون تصویب کړ، چې له مخې یې لوی وزارتونه د بهرنیو شبکو د بندولو واک لري، چې د هېواد ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.
د نتنیاهو حکومت له الجزیرې سره اوږده دښمني لري او دا دښمني حتی د غزې تر جګړې وړاندې هم موجوده وه، خو د غزې د روانې جګړې د خبرونو په خپرولو سره د اسرائیل او الجزیرې ترمنځ ترینګلتیا لاپسې زیاته شوې ده.
د جنورۍ په میاشت کې اسرائیل وویل چې د الجزیرې یو خبریال په غزه کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د غزې په جګړه کې د رسنیو لږ تر لږه ۹۷ غړي وژل شوي چې ۹۲ یې فلسطینیان دي.
فورم \ دبحث خونه