د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د خندا وړ جگړو نه د وتلو وخت رارسیدلی


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دگنالد ټرمپ په پخپل ټویټر لیکلي چې هغه وخت رارسیدلی چې امریکا د بې پایه او خندا وړ جگړو څخه چې زیاتې یې قومي دي ووځي او امریکایي سرتیري خپل هیواد ته راشي.

ښاغلي ټرمپ همداشان ویلي چې د امریکا متحده ایالات به هلته وجنگیږي چې گټې یې په کې نغښتې وي او یواځې د بریالیتوب لپاره به جگړه وکړي.

هغه ویلي ټاکل شوې وه چې امریکا د ٣٠ ورځو لپاره په سوریه کې پاته شي، خو اوس څو کاله شول چې امریکایي پوځیان پرته له کوم هدف پدې هیواد کې میشت دي.

هغه وویل د اسلامي دولت خلافت (داعش) ١٠٠ په ١٠٠ کې ماته خوړلې او د داعش په زرگونو جنگیالي چې زیات شمیر یې اروپایان دي، بندیان شوي دي. اروپایي هیوادونو له امریکا غوښتي چې دغه بندیان د امریکا په زندانونو کې وساتل شي، هغه غوښتنه چې امریکا تر دې وړاندې هم رد کړې ده.

ښاغلي ټرمپ لیکلي: "مونږ تاسو ته فوق العاده کار وکړ او اوس تاسې غواړئ چې دوي په خورا زیات لگښت د امریکا په زندانونو کې وساتو. تاسې باید دوي واخلئ او محاکمه یې کړئ."

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي چې اروپایان فکر کوي امریکا د تل په څیر په ناټو، تجارت او هر څه کې "احمقه" ده.

هغه لیکلي چې کردانو له امریکا سره یوځای جگړه وکړه خو امریکا هغوی ته ددې کار لپاره تجهیزات او پریمانه پیسې ورکړې: "هغوی د لسیزو راهیسې له ترکیې سره په جگړه بوخت دي او ما دغه جگړې ته د دریو کالو لپاره دوام ورکړ، خو اوس ددې وخت رارسیدلی چې د خنداوړ او بې بنسټه جگړو نه ووځو".

ښاغلي ټرمپ چې د سوریې نه یې د امریکایي ځواکونو د ورو ورو ایستلو امر کړی دی په یو بل ټویټ کې لیکلي چې ترکیه، اروپا، سوریه، ایران، عراق، روسیه او کردان باید په سوریې کې د وضعیت او دا چې په پخل گاونډ کې د داعش د نیول شویو جنگیالیو سره څه وکړي، تصمیم ونیسي".

د امریکا جمهور رئیس همداشان لیکلي دي چې دغه هیوادونه له داعش نه کرکه لري او کلونه کیږي چې ددغې ډلې سره دښمني لري پداسې حال کې چې امریکا څه دپاسه ١١ زره کیلومتره له هغوی څخه واټن لري.

XS
SM
MD
LG