د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بند څخه د نجونو د زده کړو د دوو فعالانو خوشې کیدو غوښتنه کړې


د نجونو د زده کړو دوه فعالان احمدفهیم عظیمي او صدیق الله افغان
د نجونو د زده کړو دوه فعالان احمدفهیم عظیمي او صدیق الله افغان

بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د زده کړو د حقونو د فعالانو په خپلسر نیول د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو په خلاف بللي او د طالبانو له بند څخه یې د دوو فعالانو د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ دوییم (سلواغې ۱۳) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست د نجونو د زده کړو دوه فعالان احمدفهیم عظیمي او صدیق الله افغان د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ د کابل په کارته چهار سیمه کې په خپل دفتر کې نیولي دي.

دغو دواړو فعالانو د "ښه فکر زده کړو" په نوم یو سازمان ته کار کاوه.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "د دغو فعالانو احمدفهیم عظیمي او صدیق الله افغان په خپلسر نیول د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو پر خلاف دي. هغوی باید سمدستي پرته د قید او شرط څخه خوشې شي".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د نجونو د زده کړو دغه دواړه فعالان د طالبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې د ۷۲ ورځو پلټنو وروسته د تیر۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۷ محاکمه شو او د څرخي پله زندان ته انتقال شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شو چې د طالبانو قاضي د پلټنو موندنې مجملې او غیرقاطع وګڼلې او د څرخي پله زندان ته یې د هغوی د انتقال پریکړه وکړه چې د همدې له امله دغو دوو تورونو د عادلانه محکمې څخه د محرومیدو له امله د قاضي حکم وننګوه.

دغه سازمان ویلي: "چارواکو په بدل کې له ویده کیدو څخه د محرومیدلو او په یو نفري سلولونو کې د ساتلو په ګډون د نورو ناسمو کړنو ترڅنګ دغه دوه فعالان د شکنجې لاندې ونیول، ځکه چې د طالبانو چارواکو له هغوی غوښتل چې اعتراف وکړي چې دوی د طالبانو په خلاف کړنو بوخت وو".

ددغه سازمان د معلوماتو پراساس دا دواړه فعالان "په درواغو له هیواد څخه بهر د نجونو روباتیک ملي ټیم سره د مرستې، د معترضو ښځو هڅول او د اعتراضونو تنظیمولو" باندې تورن شوي دي.

د بخښنې نیوال سازمان ویلي چې ددغو دوو فعالانود کورنیو غړو دا تورونه رد کړي دي.

طالبانو د تل په څیر ددغو دوو فعالانو د نیولو په تړاو هیڅ معلومات د رسنیو سره نه دي شریک کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د جنورۍ د میاشتې په ۲۲ ( سلواغې دوییم) په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو د ښځو د حقونو د فعالانو، بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

خو د طالبانو حکومت د یوناما راپور رد کړی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یوناما راپور تر ډیره د شرعي احکامو پر تطبیق باندې تمرکز کوي چې ښاغلي مجاهد د یوناما څرګندونې د اسلامي شریعت څخه ددغې ادارې د ناخبرۍ زیږنده بللې وې او له یوناما یې غوښتي و چې د افغانستان د خلکو د دیني ارزښت وړ موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکې ونکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG