د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ښځو شبکې د هلمند د سولې د ولسي حرکت ملاتړ وکړ


د افغان ښځو د شبکې غړو نن سه شنبه (جون ١٩) کابل کې د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی نه یې خپل ملاتړ څرکند کړ.

مېرمن روشن مشعل د افغان ښځو د شبکې یوې غړې امریکا غږ ته وویل "له دي لپاره د دوي ښه راغلاست ته ورغلو چې له یوه خوا دوی ته ډاډ ورکوو چې د یوه افغان په صفت د هغوی د سولې غوښتنې نه ملاتړ کوو، بل دا چې د هغوی د راتلونکو برنامو نه خبر شوو. هغوی موږ ته خپل هدف یوازې سوله راوستل وښوده."

مشعل: ومو غوښتل دوی ته ډاډ ورکړو چې موږ ورسره یو.
مشعل: ومو غوښتل دوی ته ډاډ ورکړو چې موږ ورسره یو.

مېرمن مشعل دا هم وویل د جنګ خمتولو لپاره چې هر اقدام وشي دوی به ورسره وي "جنګ زموږ د هېواد ټولو برخو ته زیان رسولی او سوله اوس یوه اړتیا ده له همدې کبله هر حرکت چې د سولې لپاره وي موږ ترې ملاتړ کوو. د جنګ په اور کې موږ ټول ماشومان، ښځې، ځوانان او ټول افغانان سوزو."

مېرمن مشعل وویل تمه یې وه چې له دې حرکت سره هلمندۍ خویندې هم وای "د هلمند د سولې ولسي حرکت غړو موږ ته وویل چې هلمندي خویندو هم غوښتل موږ سره په دې حرکت کابل ته راشي خو د ځینو امنیتي ستونزو له مخې دا کار پاتې شو."

روشن مشعل وویل دوی او ځينې نور مدني بنسټونه همدا اوس چمتو دي چې د هلمند د سولې ولسي حرکت غړو سره د سولې په اړه مرسته وکړي او هغه څه ته چې دوی اړتیا لري ورته یې چمتو کړي.

د هلمند څخه کابل ته د سولې ولسي حرکت غړو څه باندې یوه میاشت مخکې د کابل په لور په پښو مزل پیل کړ او پرون دوشنبه پلازمېنې کابل ته ورسیدل.

د کاروان غړي په پیل کې ۷ تنه وه او د لارې په اوږدو کې لسګونه نور ځوانان هم ورسره یوځای شول.

دوی کابل او په لاره نورو پرتو ولایاتو ته په رارسیدو د خلکو او چارواکو د پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG