د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار او لغمان کې یوولس ماین چاودنو ۷۸ ملکي وګړي ټپیان کړي


نن دوشنبه د«زمري میاشتې پر۲۸مه» د ننګرهار مرکز جلال اباد او خوګیاڼو ولسوالۍ کې لسو ماین چاودنو ۷۲ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

چارواکي وایي، چې د دغو ماین چاودنو ۹ یې په جلال اباد ښار او یوه یې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوې ده.

د ننګرهار د روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې تر دا مهاله د چاودنو له ځایه۷۲ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. چې د یو شمېر روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل نن دوشنبه امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې ټول ټپیان ملکي وګړي دي چې ۲۳ تنه یې یوازې ماشومان دي.

هغه وايي، په ټپیانو کې د څلورو کسانو روغتیايي حالت نازک و چې یو یې جلال اباد کې بستر دی او درې نور چې وضعیت یې خراب و کابل ته لېږدول شوې دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند مبارز اتل بیا امریکا غږ ته وویل، چې په دغو چاودنو کې ۵۲ تنه ټپیان شوي دي.

له ننګرهار نه د امریکا غږ خبریال وايي، چې د څو پرله پسې چاودنو سره سره د جلال اباد ښار اوسېدونکي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کالیزې لمانځلو په مناسبت ښار ته را وتلي و او دغه ورځې یې لمانځل.

د یو بل خبر له‌مخې د ننګرهار په ګاونډ د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کالیزې مراسمو ته نژدې ماین چاودنې ۶ تنه ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت چارواکي وايي، چې په ټپيانو کې ماشوم او نور د پاخه عمر کسان شامل دي.

تر دا مهاله د دغه چاودو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې نن په دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کالیزې لمانځلو په هدف ځانګړي مراسم نیول شوي و.

افغان امنیتي چارواکو په دغه ورځ د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG