د لاس رسي وړ اتصالات

مطیع الله ویسا او دوه افغان ښځینه فعالانې د سخاروف جایزې ته نومول شوي


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د اروپايي پارلمان غړې میرمن حنا نیومن ویلي، چې د قلم لار ټولنې مشر او د نجو د زده کړو د حقونو ملاتړی مطیع الله ویسا او د بشري حقونو دوه افغان ښځینه فعالانې سږکال د دغې ټولنې د سخاروف جایزې ترلاسه کولو ته نومول شوي دي.

میرمن نیومن د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴( وږي ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې دغې جایزې ته په دوو نورو نوماندانو کې فرستو حکیم او مرضیه امیري شاملي دي.

میرمن نیومن لیکلي: "دغو ټولو د طالبانو له بریدونو څخه کړاونه لیدلي دي خو ددې سره سره یې خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی".

اروپايي پارلمان د ۱۹۸۸ کال راهیسې د بشري حقونو او ازادې ټولنې رامنځ ته کولو فعالانو ته د پخواني شوروي اتحاد د فقید مخالف سیاستوال اندریو سخاروف جایزه ورکوي.

اندریو سخاروف د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد د مستبدو واکدارنو پرخلاف خپل غږ اوچت کړ او په افغانستان کې یې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي تیري پر مهال ددغه هیواد د روانو پالیسو پر وړاندې ودرید.

میرمن نیومن ویلي، چې دغه درې تنه افغان فعالان دده او د اروپايي پارلمان د ۵۰ غړیو له خوا دغې جایزې ته نومول شوي دي.

میرمن نیومن ویلي: "دوی پټ ښوونځي تنظیم کړي، لیرې پرتو سیمو ته یې سفرونه کړي او د اوږدې فاصیلې څخه یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده. ډیرو زیاتو د ښوونې او روزنې افغان فعالانو د پوهنې په بهیر د طالبانو د بریدو پر وړاندې مقاومت کړی دی. پټرس او زما په ګډون د اروپايي پارلمان له پنځوسو څخه زیاتو غړیو پریکړه وکړه چې ددغو فعالانو له ډلې درې یې د ۲۰۲۳ کال د سخاروف جایزې ته نوماند کړو".

میرمن نیومن د سخاروف جایزې ته ددغو دریو افغان نوماندانو د فعالیتونو په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي دي، چې میرمن پرستو حکیم افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره څو پټ ښوونځي جوړ کړي، چې لا هم یې د خپلې موسسې سرک له لارې له بهر څخه اداره کوي.

همداشان د اروپايي پارلمان دغې غړې ویلي، چې مرضیه امیري هم د نجونو لپاره یو پټ ښوونځی تاسیس کړی او کله چې له افغانستان څخه وتلې د انټرنیټ له لارې یې په انلین بڼه نجونو ته کورسونه هم تنظیم کړي دي.

میرمن نیومن د مطیع الله ویسا په اړه ویلي، چې هغه د اوږدو کلنو راهیسې په لیرو پرتو سیمو کې د پوهنې د بهیر د رواجولو لپاره کارکړی او اوس د پنځه میاشتو راهیسې د طالبانو سره په دې جرم بندي دی، چې هغه ماشومانو ته د زده کړو لپاره مبارزه کوله.

دغه دوه د ښځو او نجونو د زده کړو د حقونو ملاتړې اوس مهال د افغانستان څخه بهر اوسیږي.

مطیع الله ویسا د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په ۲۷، کله چې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د خوشحال خان مینه کې له جومات څخه د خپل کور په لور روان و د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو له خوا ونیول شواو له هغې مودې راهیسې د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

د ښاغلي ویسا کورنۍ ویلي، چې د هغه د نیول کیدو وروسته یې د روغتیايي وضعیت په اړه هیڅ ډول معلومات نلري.

د طالبانو له خوا د مطیع الله ویسا نیول کیدل په نړیواله کچه غندل شوي دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو ترڅنګ د هالیووډ مشهورې هنرمندې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت پخوانۍ سفیرې انجلینا جولي هم د طالبانو له بند څخه د ښاغلي ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

انجلینا جولي د "قلم لار" ټولنې د مشر او د نجونو د تعلیم د حق مدافع مطیع الله ویسا ته یو لیک لیکلی او ویلي یې دي د هغه د خوشې کیدو په هڅه کې له نورو فعالانو سره همغږې شوې ده.

انجلینا، په خپل لیک کې مطیع الله ویسا ته په خطاب کې لیکلي: "ما هم د افغانستان د نورو دوستانو په څیر ستا د نیول کېدو او زنداني کېدو خبر په حیرانۍ سره تعقیب کړ."

مېرمن جولي، چې یوه بشري فعاله هم ده، د ویسا د کار په ستاینه کې لیکلي: "زه پوهیږم چې تاسو د خپل ژوند له یوې لسیزې څخه زیاته برخه د افغان ماشومانو سره په مرستې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د کتابونو او وسایلو د لاسرسي او ښوونځیو ته د تګ فرصتونو ته وقف کړې ده."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ سره په مرکه کې د مطیع الله ویسا د نیولو دلیل د نظام پر خلاف د هغه فعالیتونه ښودلي و.

ښاغلي مجاهد ویلي و: "د ویسا په نوم یو څوک په خپلسر اقدامات کول، پرته له دې، چې نظام خبر کړي پټې او څرګندې غونډې یې کولې. بهر سره یې اړیکې لرلې او د بهر څخه یې هدایات ترلاسه کول".

مطیع الله ویسا یوازې مدني فعال نه دی، چې د طالبانو د استخباراتو په بند کې پروت دی د بشري حقونو د سازمانونو د راپور له مخې د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون یو شمیر مدني فعالان او خبریالان هم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې شپې سبا کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG