د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د سیاسي ګوندونو په فعالیت بندیز د واک پر سر د طالبانو انحصار دی


یو شمیر مبصرین د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي تازه څرګندونې چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو په فعالیت یې بندیز او د "حزب" ټکي کارول یې "جرم" بللي، د طالبانو لخوا د واک انحصار بولي.

دا مبصرین وایي چې طالبان په افغانستان کې دننه خپل سیاسي مخالفین په شدیده توګه ځپي او دا چې ډیری سیاسي مخالفین د افغانستان څخه د باندې په نورو هیوادونو کې ژوند کوي او د طالبانو رژیم پر ضد د مقاومت خوځښتونه جوړوي.

د طالبانو د عدلیې وزیر تازه څرګندونو ته په غبرګون کې، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د پخواني سفیر مرستیال ایرل انتوني وین امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته د اجازې نه ورکولو په مخکې آزمایښت دا دی چې د واک کولو لپاره بدیل نشته او دا کار د افغانستان ملت "څنډې ته کوي، طالبان یوازینی ګوند کیږي او نور د پالیسۍ جوړونې (حکومتدارۍ) بهیر څخه په بشپړه توګه ایستل کیږي".

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر، ښاغلي شرعي تیر کال هم په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو په فعالیت د بندیز خبر ورکړی و او دا یې هم ویلي و چې د طالبانو د عدلیې په وزارت کې د سیاسي ګوندونو ریاست له منځه تللی.

شرعي په هغه وخت کې ویلي و چې سیاسي ګوندونه "شرعي اساس" نلري او دا چې په افغانستان کې د اوسنیو بدبختیو عامل همدا سیاسي ګوندونه دي.

د طالبانو دې جګپوړي چارواکي همدې څرګندونو ته په غبرګون کې د افغانستان وګړو ګوند مشر ذاکر حسین ارشاد چې په فرانسې کې ژوند کوي، ویلي و که د طالبانو په وینا سیاسي ګوندونه شرعي اساس ونلري نو "طالبان هم باید سیاست ونکړي او په سیاسي ډګر کې د شتون لپاره لیوالتیا ولري".

ښاغلي ارشاد لیکلي، " د شرعي احکامو او دین په هکله د طالبانو پوهه هغومره لوړه نده لکه د یو دیني عالم چې وي او د هغوي سیاسي دید هم په لوړه کچه ندی".

نړیواله ټولنه تل په طالبانو دا انتقاد کوي چې په حکومت کې یې یوازې له یوې ډلې، اکثریت غړي یې غیر پښتانه دي او دا چې په سرپرستې کابینې کې یې هیڅ یوه میرمنه نشته.

په ترکیې کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو مبصر آصف مبلغ پدې هکله امریکا غږ ته وویل، " د داسې یو څه شاهدان یو چې په افغانستان کې به یوازې یو غږ وي، دا د مذهب او دین په نامه د طالبانو استبداد دی چې د دین او مذهب اصولو سره هیڅ اړخ نلري او هغه څه چې طالبان یې په خلکو تپي، د دیني استبداد پرته بل څه ندي".

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر وروسته تر هغه د سیاسي ګوندونو فعالیت په هکله د دې ډلې په دریځ ټینګار وکړ چې پدې تیرو څو ورځو کې د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار له کوره ایستلو موضوع توده شوه. د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې د حکمتیار د اوسیدو ځای "متنازع فیه" ده.

خو د حزب اسلامي یو غړی، کریم امین بیا وایي چې د سیاسي ګوندونو سره د طالبانو د مخالفت کولو استدلال هیڅ شرعي او دیني اساس نلري.

ښاغلي امین پدې هکله امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د سیاسي ګوندونو په "ناروا او مردود بللو سره کوښښ کوي چې ځانونه په ځمکې کې د خدای استازي او ویاندویان وبولي او خلکو ته وښیي چې د هغوي پریکړې نهایي او نه بدلیدونکي دي".

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې د هغوي حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د نورو تر څنګ د ټولشموله حکومت جوړیدو شرط ټاکلی چې په جوړښت کې یې باید د افغانستان ټول قومونه او میرمنې برخه ولري. خو طالبان بیا ټینګار کوي چې حکومت کې یې د افغانستان ټولو قومونو ته برخه ورکړې او پدې هکله د نورو څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG