د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د فرانسې ضد مظاهرې 


په کابل کې مظاهره کوونکو د فرانسې د ولسمشر څرګندونې وغندلې
په کابل کې مظاهره کوونکو د فرانسې د ولسمشر څرګندونې وغندلې

نن جمعه اکتوبر ۳۰ (لړم۹) په کابل کې سلګونو کسانو د فرانسې د ولسمشر د څرګندونو په ضد مظاهره وکړه.

دغه کسان د کابل په ښار کې د جمعې له لمانځه وروسته د اسلام د پیغمبر په اړه د فرانسې د ولسمشر د څرګندونو د غندلو لپاره راووتل. تېره ورځ په بدخشان کې هم سلګونو کسانو په یوې مظاهرې کې د ولسمشر امانویل ماکرون څرګندونې غندلې وې.

د حزب اسلامي د ډلې مشر ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت څخه وغوښتل چې له فرانسې څخه دې خپل سفیر بېرته وغواړي.

په فرانسه کې د اکتوبر په ۱۶ نیټه یو شل کلن چیچنیايي د تاریخ یو ښوونکی له هغه وروسته وواژه چې هغه په ټولګي کې د بیان ازادۍ په یو بحث کې د مسلمانانو پیغمبر ته منسوب کارتون وښوده.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د دغه ښوونکي وژل غندلي دي. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دا پېښه وغندله او د کارتون د خپرولو ننګه یې وکړه.

د پاکستان په ځینو سیمو کې هم خلکو مظاهرې کړې. په اسلام اباد کې پولیس د فرانسې د سفارت مخې ته راټول شوي چې مظاهره کوونکي ورانکاري ونکړي.

په لبنان، د غزې په تړانګه او ځینو نورو هېوادونو کې هم ورته مظاهرې شوې دې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په فرانسه کې یو کس په یوې کلیسا برید وکړ او درې تنه یې ووژل. د فرانسې چاروکي دا هم یو ترهګریز عمل ګڼلي.

څو ورځې مخکې په فرانسه کې د عالمانو د شورا مشر له مسلمانانو وغوښتل چې د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون ته هېڅ پام ونکړي او هېر یې کړي. هغه وویل چې دا ډول کارتونونه د اسلام د پیغمبر سره هېڅ تړاو نلري.

ترکیې له خپلو خلکو غوښتي چې د فرانسې محصولات ونه پیري او هخوا بیا فرانسې له ترکیې څخه خپل سفیر وربللی دی.

په ځینو نورو هېوادونو کې هم خلکو مظاهرې کړې او دا پېښه یې غندلې ده، د فرانسې د محصولاتو سره یې د بایکاټ غوښتنه کړې ده.

د فرانسې چارواکي وايي‌ دا کارونه د یو شمېر «افراطیانو» له لوري کیږي.

په همدې حال کې سعودي عربستان د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون غندلی دی خو د ځینو هغو هېوادونو غوښتنې ته یې غبرګون نه دی ښودلی چې د فرانسې د تولیداتو سره بایکاټ غواړي.

XS
SM
MD
LG