د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې یوه الوتکه غورځېدلې ده


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د غزني په ده یک ولسوالۍ کې نن ماسپښین ۱:۳۰ دقیقې یوه هلیکوپټره لوېدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن دوشنبه د «سلواغې پر ۷مه» له امریکا غږ سره خبرو کې دغه پېښه تائید کړه.

له بلې خوا د امریکا پوځ وایي د غزني ‎په ولایت کې د لویدلې الوتکې په هکله تحقیقات کوي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاندې، جګړنې بیت رایورډان وایي تر اوسه معلومه نده چې دا الوتکه د چا پورې اړه لري او د نورو جزیاتو د ورکولو نه یې ډډه وکړله.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګواکې غورځیدلې الوتکه د آریانا شرکت مساپر وړونکې الوتکه ده، خو آریانا اسوشیتید پرس خبري اژانس ته تائید کړې چې په افغانستان کې د دې شرکت هیڅ الوتکه نده لویدلې.

د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ بیا امریکا غږ اشنا ته وویل چې لوېدلې الوتکه مسافر وړونکې ده او دغه الوتکه د سدو په نوم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې لوېدلې ده.

خالد وردگ ویلي چې تر دا مهاله د دغه الوتکې د لوېدو لامل، تلفات او نوعیت معلوم نه دی.

د فرانس پرس اژانس د طالبانو د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي چې طالبان د پیښې په اړه پلټنې کوي، خو ښاغلي مجاهد هم پدې هکله زیات معلومات نه درلودل.

د عبدالجامع جامع په نوم د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امریکا غږ ته وویل چې دغه الوتکه د ده یک ولسوالۍ د سدو او ابرهیمزوی کلیو ترمنځ سقوط کړی او اور یې اخیستی دی.

هغه وویل چې د الوتکې مسافرین وژل شوي او د پېښې سیمه د طالبانو لخوا محاصره شوې ده.

که څه هم داسې اوازې وې چې لوېدلې الوتکه د اریانا افغان هوايي شرکت اړوند ده، خو د دغه شرکت د بازار موندنې مسؤل ضیاالحق ضیا امریکا غږ ته وویل چې لوېدلې الوتکه اریانا افغان هوايي شرکت اړوند نه ده.

د هرات چارواکو بیا ویلي چې نن دوشنبه غرمه له هرات څخه کابل او ډهلي ته اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو پرازونه لرل چې په وینا یې له دواړو سره اړیکه کې دي.

له بلې خوا د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش په یوې غونډې کې په خبرو کې په غزني کې د اریانا هوایي شرکت د یوې الوتکې د لویدلو خبر تائید کړی دی.

ښاغلي دانش د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په ترڅ کې وویل چې پدغه پیښه کې مرگ ژوبله شوی ده، خو پدې اړه یې پوره شمیرې ورنکړې.

خو د افغانستان د هوايي چلند ادارې هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر دا مهاله د هوايي کنټرول او هوايي ټرافیک لخوا د هیڅ یوې مسافر وړونکي الوتکې د لوېدو په اړه راپور نه دی ورسېدلی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اریانا افغان هوايي شرکت ټولو الوتکو مرکز ته ډاډ ورکړی دی.

د هوايي چلند ادارې همدارنګه زیاته کړې چې په غزني کې هم د لوېدلې الوتکې د راپورنو په اړه څېړنې کوي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې لوېدلې الوتکه د چا ده.

XS
SM
MD
LG