د لاس رسي وړ اتصالات

د ارمنستان صدراعظم: پوځ زما پر ضد پوځي کودتا کوي 


د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په هیواد کې د پوځي کودتا د احتمال په هکله وروسته له هغې خبرداری ورکړ چې د ارمنستان پوځ د ښاغلي پاشینیان او د هغه د کابینې د استعفا غوښتنه وکړه.

ښاغلي پاشینیان د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب اومه) ددغه مطلب په بیان سره له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د پوځ د غوښتنې پر وړاندې ددې هیواد په پلازمینه کې لاریون وکړي.

وروسته له هغې چې اذربایجان سره د ناګورنو قره‌باغ د غرنۍ سیمې په جګړه شاوخوا درې زره ارمنیان ووژل شول، د حکومت سیاسي مخالفین د تیر کال د نومبر د میاشتې راپدیخوا له ښاغلي پاشینیان غواړي چې له خپل مقام څخه ګوښه شي.

د هغه سیاسي مخالفین وایي چې د ارمنستان صدراعظم د ناګورنو قره‌باغ جګړه سمه رهبري نه کړه او د اذربایجان سره یې یو له "سپکاوي ډک" اوربند وکړ.

ددغو دواړو هیوادونو شپږ اونیزه جګړه د روسیې په میانځګړیتوب د نومبر په میاشت کې پای ته ورسیده. ارمنستان د قره‌باغ سیمې ځینې برخې اذربایجان ته وسپارلې او د روسیې سوله ساتي ځواکونه په قره‌باغ کې میشت شول.

د اعتراضونو سره سره ښاغلي پاشینیان په وار وار د استعفا غوښتنې رد کړي او وایي د هغه څه مسولیت چې پیښ شوي په غاړه اخلي خو اوس باید د هیواد امنیت تامین شي.

د پنجشنبې په ورځ د ارمنستان پوځ د حکومت د سیاسي مخالفینو سره یوځای شو او د ښاغلي پاشینیان د استعفا غوښتنه یې وکړه.

پوځ په یو بیان کې ویلي: "د اوسني دولت ناسم مدیریت او په بهرني سیاست کې جدي تیروتنې هیواد له پرزیدو سره مخامخ کړی دی."

د پوځ په بیان کې ندي څرګند شوي چې ایا پوځ د ښاغلي پاشینیان د لیرې کیدو لپاره له زور نه کار اخلي او که نه.

ښاغلي پاشینیان ددې اقدام په غبرګون کې په خپل فیسبوک پاڼه باندې په یوه ژوندۍ وینا کې خپل ملاتړي په پلازمینه ایروان کې لاریون او راغونډیدو ته وبلل.

هغه ملت ته په خطاب کې وویل چې: "مهمه دا ده چې ولس واکمن وي، نو ځکه هغه څه چې پیښیږي هغه پوځي کودتا ګڼم."

په قره‌باغ کې نښتې د تیر کال د سپتمبر په ۲۷پیل شوې او شپږ اونۍ یې دوام وکړ.

اذربایجاني او ارمني یوځیان د ۱۹۹۰لسیزو راهیسې کله چې پخوانی شوروي اتحاد ړنګ شو، د جګړو او دښمنیو سابقه لري.

ارمني جلا غوښتونکو د قره‌باغ غرنۍ سیمه د ۱۹۹۰لسیزې په خونړیو جګړو کې ونیوله چې شاوخوا ۳۰کسان په کې ووژل شول.

د قره‌باغ د سیمي اکثریت اوسیدونکي ارمنیان دي، خو دغه سیمه په بشپړه توګه د اذربایجان د خاورې دننه پرته ده.

XS
SM
MD
LG