د لاس رسي وړ اتصالات

اذربایجان او ارمنستان یو ځل بیا یو بل د اوربند نه په سرغړونو تورن کړي


اذربایجان او ارمنستان یو ځل بیا یو بل د اوربند نه په سرغړونه تورن کړل؛ هغه اوربند چې د روسیې په منځګړیتوب رامنځ ته شو او د قره باغ په غرنۍ سیمه کې شپږ اونیزه خونړۍ جګړه پای ته ورسوله.

باکو نن د دسمبر په ۱۳ (لیندۍ ۲۳) وویل چې ددې هیواد څلور امنیتي سرتیري د ارمني جنګیالیو له خوا چې پدغه غرنۍ سیمه کې پاته دي، وژل شوي دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې د نومبر په وروستیو کې هم درې تنه اذربایجاني سرتیري وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی و.

خو ارمنستان ویلي دي چې شپږ جلاغوښتونکي جنګیالي د جمعې د ورځې په نښو کې ټپیان شوي دي.

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییوف، د نویو شخړو په رپوټونو باندې په اندیښنې سره ویلي دي چې که جګړه بیا پیل شي ارمني ځواکونه به په بشپړه توګه په "فولادي سوک" "زره زره" کړو.

د رپوټونو له مخې نن هم په قره باغ کې نښتې روانې دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي چې د روسیې او ارمنستان د دفاع وزیرانو په کتنه کې پر دغو نښتو بحث شوی دی.

نوې جګړې د سپتمبر په ۲۷ پیل شوې او د ښپږو اونیو وروسته د نومبر په ۱۰ د روسیې په میانځګړیتوب پای ته ورسیدې.

ددغو جګړو په ترځ کې د ملکي وګړو په ګډون څه دپاسه ۵۰۰۰ کسان ووژل شول.

روسیې چې شاوخوا ۲۰۰۰ سوله ساتي یې په قره باغ کې ځای پر ځای کړي پرون یې د اوربند نه د سرغړونو خبر ورکړ.

اذربایجاني او ارمني پوځیان د ۱۹۹۰ لسیزې او د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو راهیسې د جګړو او دښمنیو سابقه لري.

ارمني جلاغوښتونکو د قره باغ غرنۍ سیمه د ۱۹۹۰ کلونو په خونړیو جګړو کې ونیوله چې شاوخوا ۳۰ زره کسان په کې ووژل شول.

د قره باغ د سیمې اکثر اوسیدونکي ارمنیان دي، خو دغه سیمه په بشپړه توګه د اذربایجان په خاوره کې پرته ده.

XS
SM
MD
LG