د لاس رسي وړ اتصالات

خواجه اصف: پاکستان سره په دښمنۍ کې د ډهلي او کابل ترمنځ فرق نه شته

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د افغان طالبانو په حکومت کلک انتقاد کړی او ویلي دي چې له پاکستان سره په دښمنۍ کې د نوي ډهلي او کابل ترمنځ توپیر نه شته دی.

نوموړي د پاکستان په پارلمان کې په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې له اسلام اباد سره د اړیکو په اړه د ډهلي او کابل ترمنځ فرق وای، چې په خبره یې د پاکستان او طالبانو مقاماتو خبرې کړې وای او د ترهګرۍ د بندولو په اړه یې توافق کړی وای.

هغه د پاکستان او هند ترمنځ د تېرکال جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هماغه کار یې چې له نوي ډهلي سره کړی، له کابل سره به یې هم وکړي.

نوموړي تور ولګوه چې د طالبانو حکومت د هندوانو د برترۍ غوښتنې په پالیسۍ بدل شوی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني مقاماتو هغه ادعاوې رد کړې او بې اساسه یې وبللې، چې ګنې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پولیسو په یو مرکز باندې برید په افغانستان کې پلان شوی. په دې برید کې ۱۵ پولیس ووژل شول.

مجاهد په خپل ایکس حسابل کې لیکلي دي، چې ستونزې د خبرو او متقابل احترام له لارې حل کېږي. ده یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګنې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد کارول کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر داسې مهال داڅرګندونې کوي، چې ورځې مخکې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پولیسو په یو مرکز بریدونه وشول. مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۵ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د خیبرپښتنوخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي د وژل شویو پولیسو د کورنیو له غړو سره د لیدو په مهال ویلي چې هغوی تل دا خبره کوي، چې ترهګر په سیمه کې پاڅېدلي، خو ادعا یې کړې ده چې له لسیزو راهېسې په دې اړه د بندو دروازو تر شا پرېکړې کېږي او دا پرېکړې په دوی تپل کېږي.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي ويلي دي، چې دغه تحمیلي تګلارو د خیبرپښتونخوا ایالت بي ثباتۍ ته ټيل وهلی او قربانیان یې ولسي خلک دي.

د "اتحادالمجاهدین" په نوم یوې ډلې، چې د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه جلا شوې ډله بلل کېږي، ادعا کړې، چې دا برید هغوی کړی دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG