د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان کابل کې خپل دفتر پرانیست


د افغانستان لپاره د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي ډاکتر محمد سعید العیاش رسماً په کابل کې خپل دنده پيل کړه.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان نن یکشنبه مارچ پنځمه (کب ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې د یاد سازمان د دفتر په پرانیستلو سره به هڅه وکړي چې له افغانستان سره د نړیوالو شریکانو په بشري مرستو کې به همغږې رامنځته کړي.

یاد سازمان همدارنګه زیاته کړې چې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان به له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړي.

د اسلامي هیوادونو دهمکارۍ سازمان تیره ډسمبر میاشت په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه کنفرانس کې ددغه هیواد لپاره خپل ځانګړی استازی اعلان کړ.

دغه سازمان په یاد کنفرانس کې له افغانستان سره د بشري مرستو په هدف د یو مرستندویه صندوق رامنځته کېدو خبر هم ورکړ.

دا په داسې حال کیده چې تیره اونۍ دغه سازمان په افغانستان کې د اړمنو خلکو سره د بشري مرستو د دوام خبر ورکړ.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان وویل چې د نایجریا حکومت د افغانستان د بشر دوستۍ د اماناتو صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دغه سازمان د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نایجریا د حکومت د مالي مرستو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د میلیونو کسانو د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي.

په افغانستان د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د نړیوالو مرستو د بندیدو او دننه پدې هیواد کې د کار و بار په کمیدو سره د افغانستان خلک نه یواځې د بیساري فقر بلکې د خوراکي توکیو له کمښت سره هم مخامخ شول.

نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې میلیونو کسان د لوږې او قحطۍ سره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG