د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ طالبانو د بیړنیو او نغدي مرستو غوښتنه وکړه


د پاکستان په کوربتوب د اسلامي همکاریو د سازمان په ۱۷ غونډه کې نن د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) د طالبانو استازي د افغانستان سره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ددغه غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د نوی حکومت په رسمیت وپیژني، امریکا خپل بندیزونه لرې کړي، د افغانستان شتمنۍ ازادې شي، بهرني سفارتونه بیرته په افغانستان کې پرانستل شي، انکشافي پروژې بیرته پیل شي او په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې او ددې هیواد سره سمدستي نغدي مرستې وشي.

هغه وویل د امریکا له لورې د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدل او پدې هیواد باندې د امریکا د متحده ایالاتو بندیزونه به د "د یو ملت سره د دښمنۍ" په توګه وپیژندل شي او د ګډون کوونکو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې له امریکا څخه وغواړي چې دغه بهیر ته د پای ټکی کیږدي.

د طالبانو د ډلې دغه استازي زیاته کړه چې د افغانستان د منزوي کولو زیان تر ډیره خلکو ته رسیږي.

هغه د اسلامي هیوادونو او مرستندویه سازمانونو څخه وغوښتل چې په لنډ وخت کې د افغانستان سره د سمدستي مرستو تر څنګ نغدي مرستې هم وکړي چې د افغانیو ارزښت وساتل شي.

تیره اونۍ افغانۍ په بیسارې توګه ټیټه شوه او یو ډالر په ۱۲۵ افغانیو تبادله کیده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداشان د بهرنیو مرستو د هڅې په ترڅ کې ادعا وکړه چې حکومت یې له فساد څخه پاک دی.

هغه همداشان وویل چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان خاوره به د هیڅ یو هیواد پر ضد استعمال نشي.

هغه د یو شمیر بهرنیو سفارتونو د بیرته راتللو د هرکلي په ترڅ کې د اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بیرته فعال کړي.

دغه غونډه چې د سعودي عربستان په وړاندیز د افغانستان د بشري ناورین په هکله جوړه شوه د طالبانو، متحده ایالاتو، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې او ملګرو ملتونو استازو هم په کې ګډون کړی و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دغه کنفرانس په پرانيستې وينا کې د بشري کړکېچ مخنيوي لپاره له افغانستان سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې بايد له کوم قيد او شرط پرته له دغه هيواد سره مرستې دوام ولري٠

ښاغلي قريشي په افغانستان کې بشري بحران د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې نړۍ او په ځانګړي ډول د اسلامي همکاريو سازمان غړي هيوادونه دي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي٠

ښاغلي قريشي همدارنګه وويل چې د اسلامي هيوادونو همکاريو سازمان غړي هيوادونه بايد له طالبانو سره همکاري او تعامل وکړي تر څو په سياسي، ټولنيزو برخو او له تروريزم سره د مبارزې او د ښځو او نجونو د حقوقو برخه کې پرمختګونه رامنځته شي٠

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د اقتصادي نظام پاشل کېدل به سيمې، اروپا او نورې نړۍ ته د کډوالۍ د زياتوالي لامل شي او هم به په دغه هيواد کې د تروريزم د زياتوالي سبب وګرځي چې پايلي به يې د نورو هيوادونو امنيت ته هم ښه نه وي٠

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداشان وویل چې ددې ډلې حکومت ټول شموله دی او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه زیات کارونه شوي او په راتلونکې کې به هم وشي.

نړیواله ټولنه له طالبلانو غواړي چې پدې هیواد کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او د لږکیو، ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

د طالبالنو ډلې تر اوسه د نجونو پرمخ د متوسطه او لیسو ښوونځیو دروازې ندي پرانستي او د اکثریت هغو ښځو څخه چې دمخه یې کار کاوه غوښتي چې په کورونو کې پاته شي.

د اګست په ۱۵ پر افغانستان باندې د طالبانو د تسلط وروسته متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو د افغانستان څه دپاسه ۹.۵ میلیارډ ډالره شتمني کنګل کړه او هغه ته یې د طالبانو لاسرسی بند کړ؛ هغه اقدام چې ددغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت یې خطرناک کړ.

XS
SM
MD
LG