د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې په مظاهرو کې ۲۸ ماشومان وژل شوي- بشري حقونو سازمان


له ایران څخه د باندې هم د مهسا امیني د مړینې د غندلو په ضد مظاهرې وشوې
له ایران څخه د باندې هم د مهسا امیني د مړینې د غندلو په ضد مظاهرې وشوې

د ایران د ماشومانو د خوندیتوب ټولنه وايي چې په ایران کې په مظاهرو کې لږ تر لږه ۲۸ ماشومان وژل شوي دي.

دغې ټولنې د ایران امنیتي ځواکونه غندلي چې د هغو ماشومانو په ضد یې هم له خشونت څخه کار اخیستی، چې په ښوونځیو او سړکونو کې مظاهرو ته راوتلي وو.

دې ټولنې په خپل ویبسایټ کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي: «د شمېرو په اساس، په دغه تاوتریخوالي کې ۲۸ ماشومان وژل شوي دي چې اکثریت یې په محروم ولایت سیستان-بلوچستان کې دي.»

د ایران د ماشومانو د خوندیتوب ټولنه په تهران کې ده.

دې ټولنې همدغه راز انتقاد کړی دی چې «یو شمېر کورنۍ لا هم نپوهېږي چې ماشومان یې چېرې دي او ځینې قضیې له مدافع وکیلانو پرته مخې ته وړل» کېږي.

د ایران د ماشومانو د خوندیتوب ټولنه وايي چې «له حکومت سره باید حساب» وشي او د هر مقام خلک چې د «ماشومان په ضد یې خشونت کړی او د هغوی د ځورونې او مړینې لامل شوي» سزا ورکړل شي.

د فرانسې خبري اژانش راپور ورکړی دی چې د ایران د انقلابي ګارد مرستیال علي فدوي رسنیو ته ویلي چې په سړکونو کې د نیول شویو ماشومانو اوسط عمرونه ۱۵ کاله دي.

د مهر نیوز د ښاغلي فدوي له خولې لیکلي دي چې اکثریت نیول شویو ماشومانو اعتراف کړی دی او «د سړکونو اخ او ډب یې د ویدیو ګیمونو» له لوبو سره تړلي او پرتله کړي دي.

د بشري حقونو مدافع حسن رئیسي ویلي دي چې یو شمېر نیول شوي ماشومان په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره په جوړو شویو مرکزونو کې ساتل کېږي. هغه ویلي دي چې «شاوخوا ۳۰۰ ماشومان، چې د ۱۲،۱۳، ۱۸ او ۱۹ کالونو ترمنځ دي، د پولیسو په توقیف کې دي.»

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (UNICEF) ویلي دي چې په ایران کې د ماشومانو د نیول کېدو، وژل کېدو او ژوبل کېدو د راپورونو په اړه خواشینی دی.

په ایران کې تېره میاشت د ایران د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پراخ اعتراضونه پیل شوي دي او د ښوونځیو زده کوونکي هم له دغو اعتراضونو سره یو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG