د لاس رسي وړ اتصالات

سړې هوا افغانستان کې کابو ۷۰ کسان وژلي دي


چارواکو د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د سختې یخنۍ له امله حد اقل ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وایي په تیرو اتو ورځو کې ۷۰ انسانان او شاوخوا ۷۰ زره څاروي چې د بیوزلو کورنیو لپاره خورا مهم ګڼل کیږي، تلف شوي دي.

د افغانستان د هوا پيژندنې د ادارې مشر محمد نسيم مرادي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی.

ښاغلي مرادي زیاته کړه، د هغوی د اټکل له مخې سړه څپه به یوه بله اوونۍ او یا هم تر هغه د ډیر وخت لپاره موجوده وي.

د روانې ميلادي میاشتې له ۱۰ نیتې څخه د کابل په ګډون د افغانستان په غور او یو شمیر نورو مركزي سیمو کې د حرارت درجه منفي ۳۳ ته ټیټه شوې ده.

تر دې مخکې افغانستان ته د هوا سړې څپې را رسېدو سره هم مهاله، د طالبانو پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا یخوالي له امله د ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی وو.

د دغه وزارت یوه چارواکي مولوي محمد عبدالله جان د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۷) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل چې دغه کسان په تېرو څو ورځو کې په بادغیس، فاریاب، نیمروز او غزني ولایتونو کې د هوا یخوالي له امله مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا یخوالي له امله له دوه زره څخه تر ۳۰۰۰ پوري څاروي هم تلف شوي دي.

د طالبانو پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د خطرونو کمولو او وقايې چارو رئیس همدارنګه ویلي چې د واوري، بارانونو او یخې هوا له امله زیانمن شویو ولایتونو غور، هلمند، ارزګان،فاریاب، نورستان، زابل، بادغیس نیمروز،کونړ، بدخشان او لوګر هغه ولایتونو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي استول شوي دي.

بلخوا د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي وايي چې د مرغومې میاشتې له ۲۴مې څخه بیا تر ۲۵ نېټې پوري د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې هم د هوا یخوالي امله اووه ماشومان مړه شوي دي.

نوموړي نن چهارشنبه جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۸) له خبریالانو سره شریک شوو معلوماتو کې ویلي چې له یادو ماشومانو څخه پنځه تنه په شهرک بزرګ ولسوالۍ او دوه نور ماشومان په بهارک ولسوالۍ او مرکز فیض اباد کې مړه شوي دي.

هغه ویلي چې دغه ماشومان د هوا یخوالي او امکاناتو د نشتوالي له امله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې تیره اونۍ د افغانستان د لوېدیځ او شمال لوېديځ لورې څخه هيواد ته د هوا یوې يخې څپې د رارسېدو خبر ورکړى و.

په دغه خبرتيا کې ويل شوي چې دغه يخه هوا تر ډېره د افغانستان لوېديځ ، شمال لوېديځ، شمال ختیځ او مرکزي سیمې تر اغېز لاندې راولي چې زيات ولایتونه به له دی امله ده پام وړ یخنۍ سره مخامخ وي.

په افغانستان کې د هوا د سړې هوا خورېدو سره د ملګرو ملتونو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ، ختيځ او شمال کې د هوا د یخوالي له امله په زرګونه څاروي مړه شوي دي.

اوچا نن چهارشنبه پر خپل ټویټر پاڼه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیون وګړي بېړنیو خوراکي او کرنیزو توکو ته اړتیا لري، په خبره یې د څارویو او شتمنیو له لاسه ورکولو سره به نور هم له ستونزو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د هوا په سړېدو سره په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴،۴ میلیونه وګړي په ناهیلۍ کې ژوند کوي.

اوچا د نومبر په ۲۲ (لیندۍ اول) په یو ټویټ کې ویلي وو چې اوس مهال زیات شمیر اړې کورني خورا سړه هوا تجربه کوي او هغوی بیړنو مرستو لکه ګرمې جامې، سرپناه او د تودوخې لپاره نغدي پیسو ته اړتیا لري.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو هم کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG