د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کابل د پاسپورت ریاست مخته د برید مخه ونیول شوه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د پاسپورت ریاست مخته یې د برید مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عاقل جان عزام نن پنجشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومې دوهمه) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي: "نن غرمه مهال یو بریدګر چې غوښتل يې پاسپورټ ریاست ته ننوځي د پاسپورټ ریاست د نظامي پرسونل له لورې په نښه کړل شو او ووژل شو."

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې چاته تلفات نه دي اوښتي.

د داعش ډلې د شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۵ (مرغومي ۴) داعش د خپل تلګرام په کانال کې د یو بیان په خپرولو سره په کابل کې د پاسپورت په ریاست د پنجشنبې د ورځې د چاودنې مسولیت منلی دی. دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د کابل د پاسپورت په ریاست باندې یې د یو ځانمرګي برید مخه نیولې ده. د طالبانو د کږرنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال عاقل جان عزام، په وینا پدغه چاودنه کې یواځې بریګر وژل شوی و. خو د طالبلنو یو غړي چې د پیښې شاهد و د رویترز خبري اژانس ته ویلي وو چې چې پدې پیښه کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

د کابل د پاسپورت ریاست مخته پر داسې مهال د برید مخه نیول کیږي چې د یاد ریاست د معلوماتو په اساس نن پنجشنبه په دغه ریاست کې طالبانو او د هغوی د کورنیو غړو ته پاسپورتونه وېشل کېدل.

د یاد ریاست د مهالوېش له مخې د هرې پنجشنبې په ورځو طالبانو او د هغوی کورنیو ته پاسپورتونه ورکول کیږي.

د کابل د پاسپورت ریاست مخته هره ورځ په زرګونو کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره راټولیږي چې له امله یې د مراجعینو کنټرول او نظم هم له توانه وتلی وي.

د پاسپورت ریاست مخته د مراجعینو ګڼه ګوڼه
د پاسپورت ریاست مخته د مراجعینو ګڼه ګوڼه

د دغه ریاست مسؤلینو تر دې مخکې هم له مراجعینو څخه غوښتي و چې د خپل نوبت له مخې یاد ریاست ته په ورتلو سره نظم مراعت کړي.

د پاسپورت ریاست مخته د مراجعینو د منظمولو او امنیت نیولو لپاره ګڼ شمېر طالب سرتیري په دندو ګمارل شوي دي.

د کابل د پاسپورت ریاست میاشت مخکې د تخنیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی و او تیره یکشنبه بیرته پرانیستل شو.

XS
SM
MD
LG