د لاس رسي وړ اتصالات

۱۴نورو ولایتونو کې د پاسپورت ورکول پیلیږي؛ کابل کې یې وېش لا بند دی


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، ټاکل شوې سبا دوشنبه په ۱۴ نورو ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر پيل شي.

د پاسپورت عمومي ریاست سرپرست عالم ګل حقاني نن یکشنبه ډسمبر ۵ (لېندۍ ۱۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په یادو ولایتونو کې فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونر، تخار، زابل، ارزگان، جوزجان، سمنگان، بغلان، بامیان او پنجشیر شامل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې په ۱۷ ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر پيل کړی، چې په دې سره د ټولو ولایتونو شمېر ۳۱ ته ورسېد.

کابل، سرپل او هلمند هغه ولایتونه دي چې تر تر دا مهاله پکې بیرته د پاسپورتونو وېشلو بهیر نه دی پیل شوی.

کابل کې د پاسپورتونو د وېش بهیر بندېدل

د طالبانو د پاسپورت ریاست سرپرست نن یکشنبه د دې ترڅنګ وویل چې د کابل پاسپورت ریاست ځیني تخنیکي وسایل اخیستل شوي چې په نژدې ورځو کې به په کابل کې هم د پاسپورتونو د وېشلو بهیر پيل شي.

هغه د دې ترڅنګ زیاته کړه چې په کابل کې د پاسپورت ریاست په پرانیستل کېدو سره به په څو ورځو کې د پاسپورتونو لپاره انلاین نوم لیکنه هم پيل شي.

ښاغلي حقاني وویل چې دوی اوس مهال د مراجعینو لپاره په کافي اندازه د پاسپورتونو کتابچې لري چې په خبره یې تر ۱۵ میاشتو بسنه کوي.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ټول افغانستان کې د پاسپورتونو د وېش بهیر بند و، خو طالبانو تر څه کم دوو میاشتو وروسته د اکتوبر پر پنځمه یوازې په کابل کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر پيل کړ.

د طالبانو تر اعلان وروسته په کابل کې د پاسپورت ریاست پر دفتر د مراجعینو ګڼه ګوڼه زیاته شوه چې له امله یې دغه کار له خنډ سره مخ کړ او هره ورځ به له ټول افغانستان کې څخه په زرګونو کسانو دغه یو ریاست ته مراجعه کوله.

په کابل کې د پاسپورت وېشلو بهیر یوازې ۴۰ ورځې دوام پيدا کړ.

د یاد ریاست مسؤلینو د نومبر پر ۱۵مه اعلان وکړ چې د تخینکي ستونزو له امله یې د کابل پاسپورت ریاست د مراجعینو پر مخ تر څو ورځې پورې بند کړی دی.

که څه هم تر دا مهاله کابل پاسپورت ریاست بندېدو شااوخوا ۱۳ ورځې پوره کیږي خو تر دا مهاله یې د بیرته خلاصېدو په اړه کره معلومات نه دي شریک شوي.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست ټینګار کوي چې لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې تر دې مخکې انلاین نوم لیکنه کړې وي او قانوني اسناد ولري.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې دوی په ورځ کې تر ۶۰۰۰ پوري پاسپورتونه ویشي، خو د پاسپورت غوښتونکي وايي چې دغه بهیر په پڅ ډول مخته روان دی.

XS
SM
MD
LG