د لاس رسي وړ اتصالات

ملي‌ امنیت وايي د طالبانو د هدفي وژنو یوه شبکه یې نیولې


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په کابل کې یې د طالبانو د ډلې د هدفي وژنو یوه نهه کسیزه شبکه نیولې ده.

دغه ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې نیول شویو کسانو د "طالبانو د رهبرۍ" په امر په کابل ښار کې ملکي وګړي، دولتي کارکوونکي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین په نښه کول.

په اعلامیه کې راغلي: "همداشان (دوی) د چسپکي ماینونو د انتقال او ځای پر ځای کولو او د کابل ښار په ۱۲مه او ۱۹مه ناحیو کې په امنیتي پوستو باندې د لاسي بمونو په غورځولو کې دخیل و".

د ملي امنیت ریاست ویلي چې دغې شبکې غوښتل په ښار کې د هدفي وژنو لړۍ پیل کړي چې تر پېژندلو وروسته د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شول.

د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې دغو کسانو خپل ټول جنګي وسایل او چاودېدونکي مواد په لغمان ولایت کې د طالبانو له یو قوماندان څخه ترلاسه کول.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د هدفي وژنو او چسپکې ماینونو د چاودنې په پېښو کې زیاتوالی راغلی او تر ډېره په کې دولتي کارکوونکي او د مدني تولنې غړي په نښه شوي دي.

بامیان کې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال نیول

د بامیان سیمه‌ییزو چارواکو د دغه ولایت ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو د مرستیال قاري عبدالجلیل د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د بامیان د والي دفتر په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو دا چارواکی تېره ورځ له خپل یو کس سره د ملي امنیت ځواکونو له خوا د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

په بیان کې راغلي چې قاري عبدالجلیل عمري تېر لمریز کال د ۵۰۰۰ طالب بندیانو په ډله کې له زندان څخه خوشې او بېرته له طالبانو سره یو ځای شوی و.

په بیان کې راغلي چې نوموړي د بغلان په تاله و برفک او دهنه غوري او د سمنګان په روی دوآب ولسوالیو کې "تروریستي او تخریبي" فعالیتونه ترسره کول.

د بامیان د والي دفتر ویلي چې دغه کس تازه د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو د مرستیال په توګه تاکل شوی و او غوښتل یې د دغه ولایت په مرکز، سیغان، شیبر او کهمرد ولسوالیو کې "پیچلي تروریستي" بریدونه ترسره کړي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په کابل او بامیانو کې د دغې ډلې د غړو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG