د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا زرګونه پناه غوښتونکو ته دایمي ‌اقامه ورکوي


پناه غوښتونکي
پناه غوښتونکي

د استرالیا د مهاجرت وزات وايي زرګونه هغه کډوال چې د موقتو ویزو په اساس په استرالیا کې مېشت دي، له نن فبرورۍ ۱۳ (سلواغه۲۴) څخه وروسته به د دایمې اقامې د ترلاسه کولو وړ شي.

خو بیا هم دغه وزارت ویلي‌ دي چې د استرالیا د سرحدونو د ساتنې د ادارې د جنجال پاروونکیو اقداماتو ننګه کوي.

د نوې پرېکړې په اساس به شاوخوا ۱۹۰۰۰ پناه غوښتونکي، چې په ۲۰۱۳ کال کې استرالیا ته داخل شوي، دایمي اقامې به ترلاسه کوي.

د استرالیا حکومت تېرکال ژمنه وکړه چې د«موقت حفاظت» او «امن پناه ځای» ویزې ختموي، د بشري حقونو ډلو د استرالیا د حکومت دا پرېکړه «ظالمانه» وبلله.

د دغه هېواد د کډوالو وزیر اندیو ګلز وویل چې په بې سرنوشت حالت کې د مهاجرو ساتل بې معنی دي.

د نویو مقرراتو په اساس،‌ څوک چې نوې ویزې ترلاسه کوي، له ټولو هغو حقوقو څخه به برخمن وي چې یو دایمي اقامه لرونکي یې لري. دوی به د مرستو ترلاسه کولو مستحق شي، د استرالیا تابعیت به ترلاسه کړي او همدغه راز استرالیا ته د خپلو عزیزانو د ورتګ ضمانت به هم وکولای شي.

د بشري حقونو ډلو ویلي‌ دي چې په نویو پرېکړو سره به د ډېرو مهاجرو ژوند بدل شي.

په همدې حال کې د استرالیا د داخلي امنیت وزیر کلییز اونیل د سرحدونو د ساتنې تګلاره، چې له یوې لسیزې راهېسې پلې کېږي، بیا واضحه کړه.

هغه خبرداری ورکړی چې پناه غوښتونکي نباید د اوبو له لارې استرالیا ته داخل شي او که داسې یې وکړل، په دغه هېواد کې به د ژوند اجازه ونلري.

استرالیا هغه کښتۍ بېرته ستنوي چې مهاجر د دغه هېواد اوبو او سرحدونو ته انتقالوي، د بشري حقونو ډلو د استرالیا دا تګلاره غندلې ده.

XS
SM
MD
LG