د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د افغانانو د ځای په ځای کولو د بهیر چټکتیا غواړي


استرالیا ته د افغان کډوالو تګ
استرالیا ته د افغان کډوالو تګ

د استرالیا د مهاجرت وزیر انډریو ګیلس په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو یو کال وروسته د افغانستان د بشري کړکیچ پر وړاندې د کینبرا په غبرګون بیاکتنه کوي.

فعالین پر اسټرالیا غږ کوي چې هغو افغان کډوالو ته نورې ویزې ورکړي چې غواړي له دغه جګړه ځپلي هیواد څخه وتښتي.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ ایتلاف له وتلو څخه یو کال تېر شو. په تیر یو کال کې په لسګونو زره افغانان په امریکا او اروپا کې میشت شوي دي. اسټرالیا د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به له افغانستان څخه ۱۶۵۰۰ نورو کډوالو ته په استرالیا کې د بیا ځای پر ځای کیدو اجازه ورکړي.

خو د هغو افغان اتباعو شمېر چې هڅه کوي استرالیا ته ولاړ شي د موجوده امکاناتو له شمېر څخه لوړ دی.

په کنبیرا کې چارواکو له ۲۰۰ زرو څخه د زیاتو افغان پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، خو نږدې نیمایي یې لا تر اوسه نه دي څیړل شوي.

د استرالیا د مهاجرت وزیر انډریو ګیلس منلې چې د پروسس سیسټم له کاره لویدلی دی. هغه د استرالیا د پناه غوښتنې د ارزونې د کړکیچ په اړه د بیاکتنې امر کړی دی.

د استرالیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې استرالیا "په دې کړکېچن وخت کې د افغان ټولنې ملاتړ ته ژمنه ده او د ویزې د غوښتنلیکونو د پروسې په هکله د صبر غوښتنه کوي."

خو د بشري حقونو د قانون په مرکز کې چې د بشري حقونو یو خپلواک سازمان دی، یوې وکیلې جوزفین لینګبین له کینبرا غوښتي چې پدې هکله ډیر څه ترسره کړي. هغې ذیاته کړې: "د استرالیا حکومت د افغانستان له خلکو سره د مرستې ژمنه کړې وه، خو مرستې په کافي اندازه چټکې نه دي شوي. موږ سره د اضافي بشري ویزو ژمنه شوې وه، خو موږ پوهیږو چې په حقیقت کې یوازې څو زره ویزې ورکړل شوي دي."

استرالیا هر کال شاوخوا ۱۴زره بشردوستانه ویزې ورکوي. حکومت تمه لري چې د کډوالو کلني شمیر شاوخوا ۲۷زرو تنو ته لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG