د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ یو استرالیايي لوبغاړي په وروستي اوور کې شپږ ویکټې اخیستي


په هند کې د کرکټ په نړیوال جام کې د استرالیا ملي ټیم (عکس: ارشیف)
په هند کې د کرکټ په نړیوال جام کې د استرالیا ملي ټیم (عکس: ارشیف)

د کرکټ یو استراليايي لوبغاړي په بې ساري ډول په وروستي اوور کې په شپږو توپونو شپږ ویکټې اخیستي او له مقابل لوري څخه یې لوبه ګټلې ده.

ګیرت مورګن د استرالیا د "ګولډ کوسټ پریمیر لیګ درېیم ډیویژن" په پنځوس اوریزو سیالیو کې د مدجیرابا لوبډلې کپتان دی.

د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) د هغه لوبډله له ماتې سره مخامخ وه ځکه چې سیالې لوبډلې په وروستي اوور کې یوازې پنځو منډو ته اړتیا لرله.

ګیرت مورګن پرېکړه وکړه چې وروستی اوور پخپله وکړي، او "سرفرز پیراډایز" لوبډلې ته یې ‌ماتې ورکړه.

نوموړي په لومړي توپ د مقابل لوري پرانیستونکی توپ وهونکی جینګ ګارلینډ چې ۶۵ منډې یې کړې وې، وسوځاوه او ورپسې یې پنځه نور لوبغاړي په حیرانوونکي ډول یو په بل پسې وسوځول.

د ګیرت مورګن دې لاسته راوړنې ته د نړیوالې توجه وروسته، نوموړي رسنیو ته وویل: "جالبه ده. امپایر د اوور په پیل کې راته وویل چې زه د لوبې د ګټلو لپاره هیټریک ته اړتیا لرم... کله چې دا هرڅه پیښ شول، هغه [امپایر] ما ته وکتل."

مورګن وايي خپله دا لاس ته راوړنه ورته "خورا حیرانوونکې" ښکاري. هغه د استرالیا د اې بي سي رسنۍ ته وویل: "زما په یاد دي چې د هیټریک کولو وروسته مې له ځان سره وویل، زه نه غواړم اوس دا لوبه وبایلم... کله چې په وروستي توپ ویکټ ولګېدله، خورا په زړه پورې وه. ما پخپله باور نه کاوه چې څه پیښ شول. ما هیڅکله داسې څه نه وو لیدلي."

د مورګن په اوور کې، څلور توپ وهونکي په لومړنیو څلورو توپونو کیچ شول او په وروستیو دوو توپونو د پاتې دوو توپ وهونکو ویکټې ولګېدلې.

د اې بي سي د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې په مسلکي کرکټ کې په یو اوور کې پنځه لوبغاړي سوځېدلي چې دا کار په ۲۰۱۱ کې د نیوزيلنډ توپ اچوونکي نیل واګنر، په ۲۰۱۳ کې د بنګله دیش الامین حسین او په ۲۰۱۹ کې د هند ابهیمانیو میتو تر سره کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG